د قطر لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ټينګار کړی، چې د اسرائيلو روان یرغل د سولې د ټينګښت هڅې له خنډ سره مخ کړې دي او دا چاره سيمه له يوې احتمالي پراخې جګړې سره مخ کوي.
د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره بېړني اقدامات وکړي. د يادونې ده، قطر له هغو هېوادونو څخه دی، چې تل يې د فلسطين د قضيې د سولهييز حل غوښتنه کړې او له جګړو د ډډه کولو غږ يې پورته کړی دی.