ډېر لوستل شوي

د جګړې نهمه ورځ؛ د اسرائیلو پوځ: د ایران د بې‌پيلوټه الوتکو نوی قوماندان وژل شوی

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د هوايي بریدونو په لړ کې یې د ایران د بې‌پيلوټه الوتکو نوی قوماندان هدف ګرځولی او وژلی يې دی.

د اسرائیلو پوځ دا کس د سلګونو بریدونو مسوو بللی او وايي دا عملیات یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره شول، چې د همدې واحد پخوانی مشر هم په ورته برید کې وژل شوی و.

د “خیزش شیران” په نوم د اسرائیلو عملیات چې له ۹ ورځو راپدې خوا دوام لري، د ایران په پوځي، اتومي او توغندیزو تاسیساتو تمرکز لري.

ویل‌کېږي، چې د ایران په لوېدیځ او مرکزي سیمو کې توغندیزې زېرمې او پرتابي مرکزونه هم په نښه شوي دي.

همداراز، ایران هم ورته غچ اخیستونکي بریدونه کړي، چې له امله یې په اسرائیلو کې ګڼ پوځی هدفونه په نښه کړي دي؛ خو د مرګ ژوبلې راپور نه دي ورکړل شوی. سرچېنې وايي، سره له دې چې اسرائیلو د بریدونو دوام ته ژمنتیا ښودلې؛ خو د ایران پوځي ضد اقداماتو هغوی ته هم د ستراتیژیکو زیانونو ګواښونه متوجه کړي او د سیمې د ثبات په تړاو يې اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه