ډېر لوستل شوي

اقتصادي معاونیت د خواف-هرات وسپنې پټلۍ دویمه برخه منظور کړه

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې طرحه او منظور کړه.

یاد معاونیت د ددې پټلۍ د دویمې برخې ۴۷ کیلومتره پروژه د مالي تمویل او د تدارکاتي چارو د پیل په موخه طرحه او منظوره کړه.

 د اقتصادي معاونیت له یادښته چې ددې پروژې چارې به د راتلونکي کال په سر کې پیل شي.

د یاد معاونیت په قول چې دا پروژه به د هرات هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټی سره ونښلوي.

د ویلو ده چې دا پروژه د سیمه ییز اتصال او ملي عوایدو په لوړولو کې مهم ټولنیز او اقتصادي ارزښت لري.

اړوند خبرونه