د اسرائيلو دولتي راډیو راپور ورکړی، چې یوه بېپیلوټه الوتکه (ډرون) د بيسان په ښار کې پر یوه هدف لوېدلې او چاودنه يې کړې ده، چې له امله یې یوې دوهپوړیزې ودانۍ اور اخیستی دی.
الجزيرې د يادې راډيو له قوله ويلي، چې د اور د خپرېدو له امله سیمهييزو خلکو ته د خطر زنګ وهول شوی؛ خو د مرګژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د ایران او اسرائيلو ترمنځ شخړه دوام لري، او د دواړو لورو ترمنځ متقابل بریدونه لا هم روان دي.