د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان یو ځل بیا پر ایران د اسرائیلي رژیم بریدونه غندلي، او صهیونیستي رژیم یې په سیمه کې پر اور غځېدو تورن کړی دی.
ښاغلي اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان په کنفرانس کې د وینا پرمهال ویلي چې د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د ډیپلوماسۍ پرځای په ټوله سیمه کې د اور غځېدو په هڅه کې دی.
د ترکیې ولسمشر د ایران – اسرائیل په جګړه کې «تهران» بریالی بللی، او پر دوی یې د صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندلي دي.
رجب طیب اردوغان تر دې مخکې هم پر ایران د اسرائیلي رژیم بریدونه له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه بللې وه.
د ویلو ده چې د ایران – اسرائیل جګړه لا هم ادامه لري او له دواړو هېوادونو د مرګژوبلې او زیانونو راپورونه ورکول کېږي.