ډېر لوستل شوي

د ایران د اټومي تاسیساتو په نښه کېدل؛ سپاه: جګړه پیل شوه، ټرمپ: راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې بيګا يې د ایران په درې مهمو اټومي مرکزونو (اصفهان، نطنز او فردو) هوايي بریدونه کړي دي. نوموړي له بریدونو وروسته ټینګار کړی، چې که ایران سولې ته غاړه کېنږدي؛ نو تر دې  به سخت بريدونه وکړي.

بل‌خوا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو غبرګون ښودلی او دا اقدام یې د جګړې د پیل په مانا بللی دی. سپاه په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي: “اوس زموږ لپاره جګړه رسماً پیل شوه.”

خو د ایران د دولتي ټلوېزیون “صدا و سیما” یو لوړپوړي چارواکي ادعا کړې، چې امریکا د بریدونو له پیل مخکې خبرداری ورکړی و، او ټول اټومي تاسیسات له مخکې خالي شوي وو. د ده په وینا، دغو بریدونو هیڅ مالي یا ځاني زیان نه دی اړولی.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د ایران او اسرائيلو ترمنځ شخړې ورځ تر بلې پراخېږي او د سیمې امنیت ته د اندېښنې وړ ګواښ پېښ شوی دی.

اړوند خبرونه