د ایران د صهيونيست رژيم اهدافو پر وړاندې د توغنديزو بریدونو نوې څپه پيل کړې، چې له امله یې د اسرائيلو تر کنټرول لاندې سیمو کې د تیارسئ حالت اعلان شوی دی.
د تسنيم خبري آژانس د راپور له مخې، دا بريدونه نن (يکشنبه، چنګاښ لومړۍ) پيل شوي، او د ايران له خاورې توغول شوي توغندي د “حیفا” ښار سيمو ته رسېدلي، چې له امله يې پراخه اورلګېدنې راپور ته شوي دي.
د ایران رسنيو له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د دغو بریدونو هدف صنعتي او پوځي تاسیسات دي، او بریدونه د اسرائیلي پوځ لپاره د پام وړ سرخوږی جوړ کړی دی.
د دې بریدونو لړۍ وروسته يو ځل بيا له هغه پيل شوه، چې د امريکا متحده ایالتونو له لوري د ایران پر یوشمېر اټومي تاسیساتو هوايي بریدونه تر سره شول.
د صهيونيست رژيم لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي، دغه بریدونه د امریکا او اسرائيلو ترمنځ په بشپړه همغږي ترسره شوي دي. تر اوسه د بریدونو د دقيقو زيانونو جزئيات نه دي خپاره شوي؛ خو د اسرائيلي چارواکو په وینا، د خلکو د خونديتوب لپاره بیړني تدابیر نیول شوي او پر حیفا سربېره په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د تیارسئ حالت اعلان شوي دي.