ډېر لوستل شوي

پر ایران د امریکا برید ته غبرګونونه؛ عربستان او پاکستان یې غندنه کړې

پر ایران د امریکا د نن سهار بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونو په دوام، سعودي عربستان د امریکا دغه اقدام غندلی او دا بریدونه یې د ایران د ملي حاکمیت نقض بللی دی.  

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې دوی د زغم، ترینګلتیاو پر کمولو او د روانې جګړې د پراختیا پر مخنیوي ټینګار کوي، او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره هڅې وکړي. 

بلخوا پاکستان هم د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي، او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ایران د ځان د دفاع حق لري، خو روانه جګړه باید په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په موخه ژر تر ژره ودرول شي. 

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش هم پر ایران د امریکا بریدونه په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل بللي وو، او د دې جګړې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې وه. 

د راپورونو له مخې، نن سهار امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي بریدونه وکړل چې د سپاه پاسداران په ګډون یې د ایراني چارواکو غوسه او د نړۍ د هېوادونو اندېښنې راپارولي دي.

اړوند خبرونه