ډېر لوستل شوي

مسکو: پر ایران د امریکا برید د ټرمپ لپاره د «نوبل جایزې» ترلاسه‌کول سخت کړل

نړیوالو رسنیو د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال «دیمیتري مدودف» په حواله راپور ورکړی چې پر ایران ننني بریدونه د امریکا له لوري د «نوې جګړې» د پیل په مانا دي. 

د رویټرز په راپور کې د «دیمیتري مدودف» له قوله پر ایران د امریکا برید د ټرمپ لپاره د نوبل جایزې په ترلاسه‌کولو کې ستر احتمالي خنډ بللی او په وینا یې چې ډونالډ ټرمپ په دې سره امریکا یوې نوې جګړې ته هم دننه کړه. 

تر دې مخکې د ولادیمیر پوتین په ګډون یو شمېر لوړپوړو روسي چارواکو پر ایران د امریکا بریدونه له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه بللې وه. 

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې پر ایران د امریکا بریدونه په کلکه غندل شوي او دا د ملګرو ملتونو د منشور پر ضد کړنه ښودل شوې ده. 

امریکا نن (یکشنبې) سهار مهال د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل او د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه یې راوپارول. 

له دغو بریدونو وروسته د سپاه پاسداران په ګډون ایراني چارواکي سخت غوسه شوي او د «اصلي جګړې» او پراخې غچ‌اخیستنې خبرداری یې ورکړی دی.

اړوند خبرونه