ايران د صهيونيست رژيم د احتمالي ډرون بريدونو له امله نن د تهران او کرج د هوايي دفاعي سيستم له فعاليدو خبر ورکړی دی.
چارواکو ویلي، دغه سیستم د اسرائيلي بېپیلوټه کوچنیو الوتکو (کوچني ډرونونه) د مخنیوي په موخه فعال شوی دی.
په همدې حال کې، یو شمېر ایراني رسنیو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې د دوشنبې په سهار د تهران شماللوېدیځ په آسمان کې دوه نوراني شیان لیدل شوي دي.
تر اوسه د دغو الوتکو د دقیقې اندازې، اصلي موخې یا احتمالي زیانونو په اړه رسمي جزئیات نهدي خپاره شوي.