ډېر لوستل شوي

فرانسې له اسرائيل د خپلو اتباعو د ایستلو لړۍ پیل کړې

الجزیرې د فرانسې د بهرنيو او دفاع وزارتونو په حواله ويلي، چې له اشغال شويو سیمو څخه د فرانسوي اتباعو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې دا اقدام د سیمه‌يیزو شرایطو د خرابېدو له امله ترسره کېږي.

د ورکړل شويو شمیرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۵۰ زره فرانسوي اتباع په اسرائيل کې مېشت دي، چې د ایستلو پروسه‌یې په تدریجي ډول پلې کېږي.

تر اوسه د ایستلو د بشپړې مودې، د لېږد څرنګوالي او امنیتي تدابیرو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

اړوند خبرونه