ډېر لوستل شوي

امنیتي ځواکونو هلمند کې دوه قاتلین غله نیولي

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو له استخباراتي پولیسو سره په ګډو عملیاتو کې دوه قاتلین غله نیولي او د یوه شهیدشوي هیوادوال جسد یې کورنۍ ته سپارلی.

د هلمند ولایت ځایي مسوولین وایي، امنیتي ځواکونو هغه دوه تنه قاتلین نیولي چې یو موټروان یې په بې رحمۍ شهید کړی او موټر یې ترې تښتولی و.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد په خبره چي شل ورځي وړاندي د ګرشک ولسوالۍ اړوند موسي کلا اډې څخه غلو یو فیلډر موټر او د موټر څښتن له ښاره وړي و او بیا یې موټروان شهید کړ.

امنیتي ځواکونو د یو لړ عمیاتو په ترڅ کې وتوانېدل چې یاد دوه تنه غله ونیسي او د شهیدشوي موټروان جسد ومومي.

د نوموړي موټروان جسد د نوزاد ولسوالۍ په میش مست کاریز کې اچول شوی و چې کورنۍ ته سپارل شوی.

د ویلو ده چې د سیمې اوسېدونکو او د شهیدشوي کورنۍ د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او د اسلامي امارت پایښت ته یې دعا وکړه.

اړوند خبرونه