ډېر لوستل شوي

سمنګان کې ۱۲ بېلابېلې وسلې نیول شَوې

د سمنګان مسوولین وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په یاد ولایت کې ۱۲ بېلابېلې وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا وسلې د دغه ولایت په ولسوالیو او بېلابېلو سیمو کې له غیرمسوول وسله‌والو څخه ترلاسه شوې دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کې د پیکا ۵۹ مرمیو په ګډون سپکې او درنې وسلې شاملې دي. 

د سمنګان امنیې قوماندانۍ مسوولینو د دغو وسلو د کشف پرمهال د کوم چا د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.  

تر دې مخکې هم د اسلامي امارت ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې له غیرمسوول وسله‌والو څخه د بېلابېلې وسلې ترلاسه کړې وې.

اړوند خبرونه