ډېر لوستل شوي

د روسیې دفاع وزیر: پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه وه

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دوی دفاع وزیر «انډري بیلوسوف» پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي او له نړیوالو قوانینو یې ښکاره سرغړونه بللې ده. 

د راپورونو له مخې چې د روسیې دفاع وزیر دا څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په  غونډه کې کړې دي. 

ښاغلي بیلوسوف ویلي چې مسکو د کړکېچ کمولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی، او د خبرو لپاره منځګړیتوب کولای شي.  

د روسیې دفاع وزیر همداراز ویلي چې پر ایران د اسرائیلو د بریدونو پر وخت مسکو له تهران سره خپله خواخوږي ښودلې او دا بریدونه یې په کلکه غندلي وو. د ایران – اسرائیل جګړې ۱۲ ورځې دوام وکړ او د ۱۳مې ورځې په پای کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د اعلان‌شوي اوربند په تعقیب دواړو هېوادونو يو پر بل هوايي او توغندیز بریدونه پای ته ورسول.

اړوند خبرونه