ډېر لوستل شوي

د يمن حوثیانو پر اسرائيلو توغندی ورتوغولی

بهرني رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار د یمن له خاورې یو توغندی د اسرائیل پر لور توغول شوی دی.

رویټرز خبري آژانس د اسرائیلي پوځ په حواله ویلي، چې دغه توغندی په هوا کې شنډ شوی دی.

اسرائیلي چارواکو د یمن حوثي ځواکونو ته خبرداری ورکړی، چې که بریدونه دوام ومومي، له سمندري او هوايي کلا‌بندۍ سره به مخ شي.

د ويلو ده، چې د يمن حوثي ځواکونو تر دې وړاندې هم د حماس جهادي غورځنګ په ملاتړ د اسرائيل بېلابېلې برخې تر پراخو بريدونو لاندې راوستې دي.

اړوند خبرونه