ډېر لوستل شوي

کابل کې څه باندې اته زره نشه کوونکې ګولۍ نیول شوي

 کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په کابل ښار کې ۷ زره او ۷۲۶ نشه کوونکې ګولۍ نیولي دي.

دغه وزارت نن (شنبه، کب ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د دغو نشه کوونکو ګولیو د نیولو خبر ورکړ.

 کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ګولۍ یې د کابل ښار له بیلابیلو سیمو څخه ترلاسه کړي دي.

دغه وزارت زياته کړې چې د دې نشه يي ګولیو د پلور په تور اته تنه د پوليسو له خوا نيول شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د نشه کوونکو ګولیو سربېره یوه اندازه هیروئین هم د پولیسو لاسته ورغلي دي خو دې وزارت د هیروینو د مقدار په اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاق جدي مخه نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په هېواد کې له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه ستایلې ده.

اړوند خبرونه