ډېر لوستل شوي

امریکا کې وسله‌وال بريد؛ د اطفايې دوه پوليس وژل شوي

د امريکا د آيداهو ايالت په “کور د آلين” سيمه کې د اور وژنې (اطفايې) پر پوليسو وسله‌وال بريد شوی، چې په پایله کې دوه پوليس وژل شوي دي.
د رويټرز په خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې بریدګر له زورورې وسلې کار اخیستی او د پېښې پر مهال یې یو زغرواله موټر ته هم زیان اړولی دی.
سیمه‌ییزو پولیسو ویلي، بریدګر لا هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل دی او تر دې مهاله د دې بريدګر هویت او د برید انګېزه هم نه دې څرګنده شوې.
د مسوولينو په وينا، امنيتي ځواکونو د خپلو عملياتو په لړ کې سيمه کلا بنده کړې او پلټنې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې په امريکا کې وسله‌واله بريد کېږي، بلکې تر دې وړاندې وړاندې هم ورته بريدونه شوي دي.

اړوند خبرونه