ډېر لوستل شوي

هند کې د کیمیاوي کارخونې زورورې چاودنې د ۳۴ کسانو ژوند اخېستی

د هند د تیلنګانه ایالت د سنګارېډي ولسوالۍ په یوې کیمیاوي کارخونه کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

سیمه‌ييزو چارواکو ویلي، چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو وضعیت نازک بلل شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې له چاودنې وروسته د اور وژنې او ژغورنې ټيمونه سملاسي سيمې ته رسېدلي او د پېښې له ۲۴ ساعتونو راپدې خوا عملیات دوام لري.

که څه هم د چاودنې اصلي لامل لا هم نه دی څرګند شوی؛ خو حکومت د پېښې د دقیقې څېړنې لپاره یوه ځانګړې څېړنیزه ډله ګومارلې ده. د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د هند په صنعتي فابریکو کې د ورته پېښو پېښېدل زیات شوي، چې له امله یې د کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

اړوند خبرونه