ډېر لوستل شوي

رویټرز: ایران د هُرمُز تنګي د بندولو لپاره سمندري ماینونه چمتو کړي

رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران پوځ تېره جون میاشت د فارس خلیج اوبو ته د خپلو بېړیو په وسيله سمندري ماینونه انتقال کړي دي.

د راپور له مخې، دغه اقدام په واشنګټن کې اندېښنې راپارولي چې ګواکې تهران د هُرمُز تنګي د بندولو چمتووالی نیسي.

سرچینې وایي، تهران د ماین ښخولو دا بهیر د اسرائيلو له لوري پر ايران د توغنديزو بريدونو وروسته پيل کړی دی. امریکايي چارواکي دغه حرکت د احتمالي تاوتریخوالي نښه ګڼي؛ خو په دې تړاو تر اوسه ايران رسمي څه نه دي ويلي.

اړوند خبرونه