د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ۷۶۸ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو د وېشلو لړۍ پیل شوې ده.
ویل کیږي چې په دغو مرستو کې کروندګرو ته ٥٠ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ٥٠ کیلو توره او ٥٠ کیلو سپینه سره ووېشل شوه.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې دغه مرستې د کرنې نړیوالې ادارې په مالي لګښت او د افغانانو لپاره د ډنمارک کمېټې په تخنیکي همکارۍ چمتو شوي وه.
ورته مهال، د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې په دې ولایت کې ۵۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
ویل کیږي چې د اتو ډولو سبزیو دا تخمونه د او.ار.ډي موسسې له خوا د کندهار په غورک ولسوالۍ کې کروندګرو ته ورکړل شوي.