د سرې میاشتې ټولنې له لوري په ننګرهار کې بې سر پرستو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه.
سره میاشت وایي چې ننګرهار کې یې پر ۱۱۰ غریبو کورنیو وزې وېشلي دي.
د یادې ټولنې د ختیځ زون رئیس مولوي قمرګل نصرت وویل، د وزو د ورکړې دا لړۍ یې په شپږمه ناحیه کې پیل کړې ده. د ښاغلي نصرت په وینا د ۹ لکو افغانیو په ارزښت یې ۴۰ کورنیو ته دوې وزې او یو سېرلی ورکړی دی.
د نوموړي په خبره د دغې مرستې مالي ملاتړ اتریش هېواد کړی چې تر دې وروسته به په کوټ او شېرزادو ولسوالیو کې هم بې سرپرسته کورنیو ته وویشل شي.
د یادې ټولنې د ختیځ زون د مرستو امر احسان الله ممله وال وویل، د وزو تر څنګ هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو جوار او د وزو د ساتنې بېلابېل وسایل ورکول شوي دي.