ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ۱۸ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي

د ننګرهار د مخابراتو ریاست مسوولین وایې، تېر یو کال دغه ولایت کې ۱۸ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي او په دې برخه کې یې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

د مسوولینو په خبره یاد ولایت کې هغه سیمې، چې مخابرتي خدمات نه لري او یا هم کمزوري دي، ۲۳ سایټونه ورته منظور شوي او نږدې وخت کې به یې چارې پیل شي.

د ننګرهار د مخابراتو رئیس مولوي ذبیح الله ذکي د یوه خبري کنفرانس له لارې د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. نوموړي وویل تېر کال یې دې ولایت کې ۱۸ نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي، چې تر ډېره ورسره د خلکو ستونزې حل شوي دي.

د نوموړي په خبره د غیرې قانوني سیمکارتونو د خرڅلاو بازار یې صفر کړی او تورخم عمري کمپ کې یې راستنېدونکو هېوادوالو ته لسګونه زره سیمکارتونه په وړیا توګه ویشلي دي.

ورته مهال د ختیځ زون د اترا ادارې مسؤل رحیم الله شینواري وویل، هغه سیمې چې لا هم خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري ۲۳ سایټونه ورته منظور شوي او ننګرهار کې د مخابراتي شرکتونو له خپلې بودیجې به هم ۱۴ سایټونه فعال کړي، څو د پوښښ ساحه پراخه او دې برخه کې د خلکو شته ستونزې حل شي. نوموړي زیاته کړه پلان لري، چې انټرنیټي خدمات هم چټک کړي.

په ننګرهار کې د یو شمېر لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وایي، په تېر کې د نورو برخو تر څنګ په مخابراتي برخه کې هم له پامه غورځول شوي وو، چې د اسلامي امارات په راتګ سره د مخابراتي خدماتو تر څنګ ورته په نورو برخو کې هم اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

اړوند خبرونه