درنو اورښتونو هلمند کې تېره شپه ناوخته د یوې کورنۍ د ۶ غړو ژوند اخیستی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد وایې، تېره شپه ناوخته د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوند خرابې سیمه کې د شدیدو اورښتونو له امله د یوې کورنۍ پر غړو د کوټې چت رالوېدلی چې ۴ تنه پکې شهیدان شوي دي.
د ښاغلي راشد په خبره، مړه شوي د یوې کورنۍ غړي دي چې دوه ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی پکې شامل دی.
نوموړي همداراز ویلي، د کجکي په ابدار کلي کې درنو اورښتونو د یوه کور چت نړولی چې یو کس پکې زخمي او یوه ښځه پکې شهیده شوې ده.
د ویلو ده چې امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسیدلي او زیانمنو کورنیو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.