د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي وایي، په هېواد کې یو ځواکمن، باکیفیته او ځوابویونکی روغتیايي سیسټم رامنځته کېدو ته ژمن يو، چې له مخې به یې د ټولو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو لاسرسی اسانه او معیاري شي.
د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د تېرو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې د ښاغلي جلالي په حواله ویلي، چې د مور او ماشوم د مړینې کچه د تېر کال په پرتله د پام وړ راټیټه شوې او د راستنېدونکو کډوالو د تشخیص او درملنې په برخه کې یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.
د ياد وزارت مالي او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت ويلي، د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړي حکم پر بنسټ، هغه روغتیايي پروژې چې له تېرو کلونو نیمهکاره پاتې وې، بېرته پيل شوي دي. د نوموړي په وینا، د ۱۵۴ نیمهکاره پروژو له ډلې، ۱۲ یې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
شرافت ټینګار کړی، چې پاتې پروژې به هم تخنیکي او مالي ارزونې وروسته پلې شي، تر څو د هېوادوالو روغتیايي ستونزې په واقعي توګه حل شي.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس ډاکټر سید رسول منګل وایي، د لومړي ځل په «صحت طفل روغتون» کې د زړه ناروغو ماشومانو لپاره ځانګړی مرکز جوړ شوی، چې پکې د ۲۵ ماشومانو بریالي عملیات ترسره شوي دي.
ښاغلي منګل زياته کړې، چې وزارت په تېرو ۱۲ میاشتو کې د پکتیکا ولایتي روغتون ته د ۱۸ میلیونه افغانیو او د خوست ولایتي روغتون ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل برابر کړي دي، چې له مخې یې د یادو ولایتونو روغتیایي خدمتونه پیاوړي شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي چې په تېر یوه کال کې پر خوارځواکۍ د اخته ۲.۲ ماشومانو او میندو درمنله شوې ده.
د يادونې وړ ده، د دې وزارت مسوولينو د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې ډاډ ورکړی چې د تغذیې، وقایوي خدمتونو او د بيړنيو طبي مرستو په برخه کې به لا پراخ اقدامات ترسره کړي، تر څو د زیانمنو خلکو ژوند وژغورل شي.