ډېر لوستل شوي

کابل-کندهار لویه لاره پرانیستل شوه

ملي دفاع وزارت لیکلي چې د کابل-کندهار لویه لاره د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د میدان وردګو ولایت د پینځمې پلې لواء د مجاهدینو له لوري پرون شپه پرانیستل شوه.

وزارت زیاتوي چې دغه لاره د درنو واورو له کبله په میدان وردګو کې بنده شوې وه چې امنیتي ځواکونو پرانیستلې.

ویل کیږي چې دې سیمې ته د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ او د پینځمې پلې لواء قوماندان مولوي روح الله وثیق په خپله هم تلللي وو.

ورته مهال د دارالامان د لومړۍ پلې لوا منسوبینو د کابل- میدان وردګو لاره له واورو پاکه کړې او پرانیستې ده.

اړوند خبرونه