د ټولګټو وزارت مسوولینو ویلي چې له پرلپسې هڅو وروسته نن(دوشنبه، کب ۱۴مه) توانېدلي، سالنګ لویه لاره د وړو موټرو پرمخ پرانیزي.
ټولګټو وزارت زیاتوي چې دا لاره یې د درنو واورو، توپانونو، واورین کوچونو، لړو او د لید سیمې د لنډوالي له مخې تړلې وه.
د وزارت له قوله، که څه هم سالنګونو کې اسمان وریځ دی، د واورې د اورښت امکان هم شته؛ خو دا لاره یې بیا هم پرانیستې ده.
د ویلو ده، د سالنګونو لویه لاره له تېرو څلورو ورځو راهیسې تړل شوې وه چې ټولګټو وزارت بيا پرانیستله.
ویل کیږي چې د سالنګونو په ځینو برخو کې د واورې اندازه له دریو مترو هم اوړي.
وزارت له موټروانانو د زغم، د ټرافیکي آرونو پر مراعت او د چینونو پر کارونې ټینګار کړی دی.