د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د سعودي عربستان په جده ښار کې د ا.ا له جنرال قونسل، مولوي عمران افغان سره کتلي دي.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې مولوي عمران افغان ډاډ څرګند کړی چې په جده کې د افغانستان قونسلګري په یاد هېواد کې د مېشت افغانانو چارو ته د رسېدنې هڅې کوي.
د نوموړي په وینا چې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، د دې قونسلګرۍ چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار کوي.
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې بلخوا د ریاستالوزراء اداري مرستیال په جده کې د افغانستان د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د چارواکو فعالیتونه ستایلي، او په وینا یې چې افغانستان او سعودي عربستان د دوو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په توګه ډېر مذهبي، تاریخي او کلتوري مشترکات لري.
مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی چې په جده کې د ا.ا د قونسلګرۍ چارواکي باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره تر بل هر وخت ډیر کار وکړي، او همداراز هلته مېشت هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.