په غزني کې د امید راډیو خبریال وايي، په یاد ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوې ده.
د راپور له مخې چې دا ودانۍ د غزني د پوهنې رییس، مولوي میر نصیر احمد حسیني په حضور کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
یاده ودانۍ په ۵،۵ جریبه ځمکه، په دوو پوړونو کې جوړ شوې چې ۱۴ درسي خونې، ۸ اداري خونې، لابراتوار، د غونډو تالار، کتابتون، د پاکو اوبو سیسټم او منظم برېښنايي شبکه لري.
د غزني د پوهنې رییس له امید راډیو سره په خبرو کې د زدهکړو د کیفیت لوړوالي لپاره د خلکو ونډه ارزښتناکه بللې ده.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې د خلکو په مالي ملاتړ د ښوونځیو لپاره لسګونه ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.