د ننګرهار امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په یاد ولایت کې د جعل او تذویر په تړاو دوه کسان له ۳۵ جعلي ټاپو (مهرونو) سره یو ځای نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دغو کسانو د اسنادو او مهرونو په جعل کې لاس درلود او پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.
دا کسان د ننګرهار امنیې قوماندانۍ اړوند د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “له نیولشویو کسانو ۳۵ دانې جعلي مهرونه (ټاپې) او یو شمېر جعلي اسناد ترلاسه شوي دي.”
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ همداراز ویلي چې نیولشوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضاي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو د لسګونه ورته کسانو د نیولکېدو راپورونه ورکړل شوي وو.