ډېر لوستل شوي

هلمند کې ۷۵ کارتنه «تاریخ‌تېر» درمل او خوراکي توکي راټول شوي

عامې روغتیا وزارت د هلمند په «موسی کلا» ولسوالۍ کې د درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو، هوټلونو، رسټورانټونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه د نظارت خبر ورکړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې نظارت په پایله کې ۱۲۰ قلمه «تاریخ‌تېر» طبي توکي
او ۸۰ قلمه بې‌کیفیته خوراکي توکي، چې ټول ۷۵ کارتنه کېدل، راټول او د له منځه وړلو په موخه د موسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ ګدام ته لېږدول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې: “همدارنګه اړوندو مسوولینو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او روغتیایي قوانینو د مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو شفافیت رامنځته او خدمات معیاري شي.”
عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د بې‌کیفیته خوراکي او طبي توکو او درملو د راټولو او له منځه‌وړلو راپورونه ورکړي وو.

اړوند خبرونه