د ترهګرۍ پر وړاندې د پروان امنیه قومندانۍ د مبارزې مدیریت امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د جبلالسراج او سالنګ ولسوالیو اړوند ۲۳ د هاوان او ۵ د هشتادو مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په ورته مهال منسوبینو د یو کره کشفي راپور پر بنسټ د دغه ولایت د مرکز د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې ۹ ماینونه هم کشف او ضبط کړي دي.
امنیه قومندانۍ زياته کړې، نیول شوي مهمات او چاودېدونکي توکي چې له پخوا څخه په سیمه کې پاتې وو، اړوند ادارو ته لېږدول شوي او په تړاو یې څېړنې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې له ترهګرۍ سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت تر دې وړاندې هم په مرکز سربېر ولايتونو او ولسواليو کې ګڼ شمېر مهمات او چاودېدونکې توکي کشف او ضبط کړي دي.