ډېر لوستل شوي

د پکتیا امنۍ قومندانۍ د تیر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړي

د پکتیا امنیه قومندانۍ مسولینو په یوه خبرې کنفرانس کې رسنیو ته وویل، په تېر یو کال کې یې په زیاته اندازه شیشه، چرس، الکول او همدا ډول یې ۱۶۲ بېلابېل ډوله وسلې نیولې چې په تړاو یې ځیني کسان هم نیول شوي دي.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وویل، په یاده موده کې يې دری سوه لس تنه د معتادینو روغتون ته د درملنې په موخه معرفي شوي چې یاد کسان له درملنې وروسته بهر شوي.

منیب زیاته کړه د نشه‌يي توکو د مبارزې منسوبینو له لوري نږدې پنځه زره جریبه ځمکه له چرسو پاکه او اړول شوې ده.

ورته مهال د پکتیا امنیت امر قاری محمد اسلم کرامت په خپلو خبرو کې خلکو ته د لا ښه امنیت ډاډ هم ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو سره دې خپله همکاري لا زیاته کړي څو د امنیتي او جنايي پیښو مخه نیول شوې وي.
بل خوا د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي، د نشه يي توکو او جنايي پېښو په له منځه وړلو کې د امنیه قومندانۍ چارې مثبتې او ګټورې بولي.
 دوی وايي، د امنیتي ځواکونو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو برخه کې د پام وړ بدلون راغلی، خو زیاتوي چې امنیتي ځواکونه دې هڅه وکړي څو د نشه يي توکو د تولید کارخانې او قاچاقبران له منځه یووسي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا په مرکز او یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې وخت ناوخت د وسله والو غلاوو خبرونه هم ورکول کیږي او ځايي خلک په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

اړوند خبرونه