ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې روان کال پر یتیمانو او معیوبینو ۶۰۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلین وایي، په دې ولایت کې ورسره زرګونه د متاهل شهیدانو کورنۍ او معلولین ثبت دي، چې روان کال شپږ سوه او ۲۶ مېلیونه افغانۍ د مستحقو یتیمانو کورنیو او معلولینو ته ورکړل شوي دي.

د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محمد صابر ځواک د روان ۱۴۰۲ کال فعالیتونو په تړاو معلومات د یوه خبري کنفرانس له لارې رسنیو سره شریک کړل.

نوموړي وویل، په دې ولایت کې زرګونه د واده شویو شهیدانو کورنۍ او معلولین ورسره ثبت دي، چې روان کال شپږ سوه او ۲۶ مېلیونه افغانۍ د مستحقو یتیمانو کورنیو او معلولینو ته ورکړل شوي دي.

د نوموړي په خبره د پخوا په پرتله یې په چارو کې اسانتیاوې او شفافیت هم رامنځ ته کړی او له یتیمانو کورنیو یې وغوښتل، چې د راتلونکي کال لپاره خپل اسنادونه چمتو کړي، څو له حقوقو بې برخې نه شي.

ځواک وویل د خیریه بنسټونو په همکارۍ یې هم زرګونه یتیمانو کورنیو سره د خوراکي توکو او ژمنۍ مرستې هم کړي دي.

د نوموړي په خبره دوی په دې ولایت کې ورسره ۲۶ زره او ۶۰ یتیمان او ۸ زره او سل کونډې ثبت دي، چې هر یتیم او کونډې ته هره میاشت دوه زره افغانۍ مساعدت ورکول کېږي.

اړوند خبرونه