د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د نیالګیو د کینولو په ملي پسرلني کمپاین کې وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو سره د غنمو په برخه کې ۵۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه پر خلکو وېشل شوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د دغه کمپاین په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره يې پنځوس زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه په خلکو وېشل شوي دي او هڅه کوي چې د کرنې سیستم عصري کړي. د نوموړي په وينا، دغه وزارت توانېدلى چې په تېرو درېيو کلونو کې تر ٨٠ ميليونه زيات نيالګي په خلکو ووېشي.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، دوی پلان لري چې سږ کال یوازې په کابل ښار کې دوه میلیونه نیالګي کېنوي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وايي، دا کمپاین به د کابل په ګډون د سړو سیمو په ولایتونو کې د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې دوام وکړي او د دې بهیر تر پای پورې به له ۲۰ میلیونو زیات نیالګي په ټول هېواد کې کینول شي.
له بلې خوا د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رییس مولوي عبدالوکیل متوکل په کابل کې د دوه میلیونه نیالګیو له کېنولو خبر ورکوي او له ټولو ښاریانو یې وغوښتل چې د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له دولتي کارکوونکو سره همکاري وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي زیاتوي، چې د نیالګیو کېنول د اقلیم د بدلون په برخه کې اغېزمن دي او د هېواد د سمسورتیا لامل کیږي.
د ویلو ده چې د روان کال په پای کې ګڼو اورښتونو هیواد کې د وچکالۍ څپه کمه کړې او بزګران یې خپلو کښتونو ته هیله مند کړي دي.