ډېر لوستل شوي

د یوه پخواني قومندان په کور کې ګڼې وسلې نیول شوي

د کندهار د امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ګڼې وسلې کشف او نیول شوي دي.

د امنیه قومندانۍ د مسوولینو په قول چې دا وسلې د ارغنداب د دویمې حوزې په سرکاري باغ سیمه کې موندل شوي دي.

په يادو وسلو کې  دوه میله پولیسي تفنګچې، ۱ يو ميل میګاروف تفنګچه، ۲ دوه دانې دوربین لرونکي لیزرونه، يو دانه درازنوف دوربین، ۳ دانې جایمران، ۷ دانې مخابرې، ۲ سيټه سټلایټ ټیلیفونونه،  يوه دانه برچه، ۳ کارتنه ټي ټي مرمۍ، ۱۵ دانې کیوبایي مرمۍ او ۱۱ جوړې د تفنګچې شاجورونه نیول شوي دي.

دا وسلې د پخواني حکومت د یوه قومندان په کور کې نیول شوي چې په تړاو یې یو شکمن کس هم استخباراتو له ځانه سره بیولی دی.

اړوند خبرونه