ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: راستنو شویو ته د دایمي سرپناوو د چمتو کېدو هڅې کېږي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت په اداري ناسته کې راستنوشویو افغانانو ته د دایمي سرپناوو چمتو کېدو او پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیالانو او مرکزي رییسانو ګډون درلود او د کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.
په ناسته کې مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت په ادارو کې پر مسلکي چلند د ټینګار ترڅنګ ویلي چې هڅه کوي له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شوو ته دایمي سرپنا چمتو کړي.
د نوموړي په وینا چې د کډوالو چارو وزارت په هڅو سره د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره د اړتیا وړ همغږي رامنځته شوې او توانيدلي چې په ګاونډيو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.
په ناسته کې همداراز د کډوالو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو هم ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه