ډېر لوستل شوي

جوزجان کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې

د جوزجان ولایت پولیسو په شبرغان ښار کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

د شبرغان ښار د دويمې امنیتي حوزې امير ملا راز محمد حقمل وایي، دا کارخونه د امنیتي او کشفي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دغې حوزې په سيمه کې کشف شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې امنيتي ځواکونو يې په دې تړاو يو تن نیولی او ۴۲ لیتره خالص او تخمير شوي الکول هم نيولي دي. دا په داسې مهال ده، چې له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې معينيت تر دې وړاندې هم د مرکز په ګډون يو شمېر ولايتونو کې بېلابېل ډوله نشه‌يي توکي کشف او له منځه وړي دي.

اړوند خبرونه