د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې د کونړ وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو د جسدونو د موندلو او ایستلو عملیات تېره ورځ تر ناوخته دوام درلود.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، له ویجاړیو څخه د جسدونو په را ایستلو سره د شهیدانو شمېر نور هم زیات شوی، خو کره ارقام به له تائید وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړي څرګنده کړې، چې یو شمېر غیرمسووله کسانو د تلفاتو ډېر لوړ ارقام خپاره کړي، چې له حقیقته لرې دي.
د یادونې ده، چې د کونړ وروستۍ زلزلې د ځاني زیانونو تر څنګ ۶ زره او ۷۸۲ کورونه هم په بشپړ توګه ویجاړ کړي دي.

