ډېر لوستل شوي

له اور سره لوبې؛ د شریرې کړۍ یوه بله ناکامه هڅه

د صهیونېست رژیم له لوري د حماس غورځنګ مذاکراتي پلاوي په نښه کول د نړۍ د ګڼو هېوادونو اندېښنه او غوسه راپارولې او ورته اقدامات یې ددې رژیم د لا انزوا اسباب یاد کړي دي. همداشان دې برید دا روښانه کړه چې صهیونېست رژیم او لوی ملاتړی(امریکا متحده ایالات) هېڅکله د سولې پلوي نه دي. دواړه رژیمونه خپل پایښت او ساه اخیستل په جګړه کې ویني.
د دوحې پر ځمکنۍ بشپړتیا دې تېري بیا ځلې وښوده چې په اوسنۍ نړۍ کې ټول قوانین، اصول، سازمانونه، بنسټونه او نور یوازې د نړۍ د غولولو په پار رامنځته شوي او یاد اصول لکه پر یخ کښل شوې کرښې هره شېبه له منځه وړل کېدای شي.
د حماس غورځنګ پر مذاکراتي دا ناکام برید د ګڼو هېوادونو له خوا غندل شوی دی. له دې برید وروسته تازه د امنیت شورا بېړنۍ ناسته راغوښتې ده. که څه هم په دې برید کې د حماس غورځنګ د مذاکراتي پلاوي د کورنۍ یو شمېر غړو او همدارنګه د قطر هېواد څو تنو امنیتي کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو دا برید د حماس پلاوي په تدبیر ناکامه شوی دی. ویل کیږي چې صهیونېست رژیم د ټیليفون د سېګنالونو له لارې دا پلاوی په نښه کړی، خو یاد پلاوي خپل ګرځنده ټیلیفونونه په بله ودانۍ کې پرېښي وو چې په دې سره د ټکنالوژۍ په مټ پلان شوی دا برید د حماس د تدبیر پر وړاندې مغلوب شو.
له دې ښکاري چې د صهیونېست رژیم له لوري روان جنایتونه په خپلسري ډول نه دي؛ بلکې تر شا یې د امریکا لاس دی. نړۍ اوس د امریکا پټه او دوه مخې څېره ښه پېژندلې او دا خبره په ثبوت رسېدلې چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر! او د بشري حقونو تر ټولو ستر پایمالوونکی دی.
صهیونېست رژیم په ځغرده ددې برید مسوولیت اخیستی او په وینا یې چې د اشغالي بیت المقدس د خونړي برید غچ اخیستل یې موخه وه. واشنګټن د قطر له امیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د تمساح اوښکې توی کړي؛ خو تل ابیب وایي چې سپينې ماڼۍ ته یې لا له وړاندې ددې برید د کولو ویلي و.
د حماس ترڅنګ اسلامي هېوادونو او یو شمېر اروپایي هېوادونو دا برید په کلکو ټوکو غندلی او په سیمه کې یې د شته نظم د له منځه وړو هڅه بللې.
حماس جهادي غورځنګ له دې برید وروسته وویل چې د صهیونېست رژیم له لوري د مذاکرتي ټیم د ترور هڅه ناکامه شوې ده. اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډول برید وحشیانه جنایت، بربنډ تېری او د ټولو نړیوالو قوانینو او عرفونو ښکاره نقض دی. وړاندې راغلي چې دا برید د ورور هېواد پر خاورې ښکاره تېری دی. قطر تر مصر وروسته هغه مهم هېواد دی چې د جګړې د درولو او د اوربند د نافذېدو لپاره یې مخلصانه هڅې کړي دي. دې اعلامیه کې وړاندې ویل شوي: «دې اقدام بیا ځلې د اشغالګر رژیم مجرمانه څېره وښوده او دا یې ښکاره کړه چې صهیونېست رژیم ټول هغه فرصتونه نابودوي چې سوله پرې قایمېدای شي.»
افغان حکومت او افغان ملت له لومړۍ ورځې د فلسطیني ولس د برحقه مبارزې په خوا ولاړ دی. افغانانو نه یوازې له صهیونېست رژیم سره خپله کرکه ښکاره کړې، پر وړاندې یې لاریونونه کړي؛ بلکې د فلسطیني ولس مالي لاسنیوی یې هم کړی دی. همداشان اسلامي امارت تل د یاد رژیم جنایتونه غندلي او پر اغېزمنو هېوادونو او بنسټونو یې غږ کړی چې له مظلوم فلسطیني ولس څخه د ظالم رژیم لاس لنډ کړي. اسلامي امارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي و: «په قطر هېواد تجاوز او بیا د حماس غورځنګ سیاسي دفتر په نښه کول په کلکو ټکو غندو او دا د ټولو انساني موازینو خلاف وحشیانه عمل بولوو. صهیونیست رژیم په مکرر ډول او خورا په بې باکۍ سره د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلپسې جنایات ترسره کوي، خو په وړاندې یې مؤثر هېوادونه او نړیوال سازمانونه چوپ دي چې دا خورا د تأسف خبره ده.»
دې برید ته د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو او د چارو شنوونکو هم غبرګونونه ښکاره کړي دي. د خواله رسنیو کاروونکو د دوحې اوسني حکومت ته په کنایوي ډول ویلي چې دا هېواد دې بیا ډونالډ ټرمپ ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو الوتکه نه ډالۍ کوي او همداشان یې د یو ټرېلیون هغو ډالرو یادونه کړې وه چې په امریکا کې به پرې پانګونه کیږي. همدارنګه د خواله رسنیو یو بل کاروونکي ویلي: « تروریستي دولت همداسې وي چې د سولې کاروان باندي د ډرون حمله کوي، سوله غوښتونکي اختطاف کوي او د سولې مذاکراتي ټیم په یو درېیم او خپلواکه هیواد کې بمباروي.»
اسلامي او عربي نړۍ ته څه پکار ده؟
د اسلامي نړۍ بې پروایي اسراییلو ته د فلسطین د اشغالولو زړه ورکړی. له لومړۍ ورځې اسراییل د فلسطیني خاورې د اشغال پلان درلود چې نن سبا یې دا پلان نږدې ۹۰ سلنه بشپړ کړی. نړۍ په ډېرې بېړې سره د نظامي کېدو په خوا رهې ده او ورځ په ورځ د وسلو کاروبار تودیږي. لوی او کوچني هېوادونه د ځانونو د دفاع په پار هڅې کوي چې وسلې وپلوري او له خپل خوندیتوبه ډاډمن شي. عربي هېوادونه هم هڅه کوي چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي؛ نو په همدې خاطر د وسلو او دفاعي سیسټمونو په پیاوړي کولو لګیا دي.
که څه هم قطر د رادار سیسټم داسې کمپلېکس لري چې په سیمه کې تر ټولو نوی سیسټم بلل کیږي. د رادار دا سیسټم ددې وړتیا لري چې هر ډول هوايي بریدونه معلوم کړي او څارنه یي وکړي. ویل کیږي چې له واشنګټنه پېرل شوي همدې رادار د اسراییلو برید نه دی خنثی کړی چې ګڼې پوښتنې یې هم راولاړې کړي دي. اوسمهال اسلامي او په ځانګړي ډول عربي هېوادونه د اسراییلو څو چنده شتمني او امکانات لري خو بیا یې هم د څو میلیونو اسراییلو ذهني غلامي ته یې غاړه ایښې ده. د عربي هېوادونو یو ګډ دفاعي ځواک نه یوازې دا هېوادونه له پردیو یرغلګرو خوندي ساتلی شي؛ بلکې د نورو هېوادونو دفاع هم پرې کولی شي. همداراز عربي هېوادونه باید وپوهیږي چې د امریکا ملګرتیا د دوی په زیان ده او په دې هېوادونو کې د امریکا اډې بې ګټې دي. د قطر په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو لسګونو زرو امریکایي عسکرو ته ځای ورکړی، نظامي اډې یې پکې جوړې کړي؛ خو د خطر او ګواښ په وخت کې ددې پر ځای چې له دوی دفاع وکړي؛ بلکې لاس تړلي یې تېري کوونکو ته سپاري. دوی باید پوه شي چې د کفارو په ملګرتیا کې د مسلمانانو زوال پروت دی. باید او باید ټول اسلامي هېوادونه خپل امکانات او شتمني په علمي څېړنو، ټکنالوژۍ، دفاعي صنعت او ملي ځواک ولګوي؛ تر څو خپل پایښت تضمین کړي. بدبختانه چې اوسمهال عربان خپل سپین او سره په ماڼیو، د قدرت ښودلو په رقابتونو او د یو بل په پرځولو لګوي. که دغه شتمني د یوې ګډې دفاعي ستراتیژۍ، علمي بنسټونو او ټکنالوژیکې پرمختیا لپاره پر کار واچول شي؛ نو هېڅ ځواک ورته د پورته کتلو جرات نه شي کولی. د مسلمانانو له همدې کمزورۍ اسرائیلو او نورو کفارو ګټه پورته کړې او خپل ټول وخت یې د خپلو سیسټمونو پیاوړتیا او لا عصري کولو ته وقف کړی دی.

اړوند خبرونه