د کابل ښاروالۍ مسوولینو، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو او د افغانستان بانک ریاستونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون؛ د روژې میاشتې لپاره د یوې ثابتې نرخنامې په ټاکنې او د خوراکي توکو د بیو د مهار په تړاو غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول، د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو د نرخونو د کمښت لپاره د تګلارې پر ټاکلو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د خوراکي توکو د واردولو د څرنګوالي او د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د بیو د ناڅاپي تغییر په اړه بحثونه او اړینې پرېکړې وشوې.
په دغه غونډه کې ټینګار وشو چې ټول هټیوال باید د خپلو توکو د پلورنې پر مهال له عدالت کار واخلي او له ټاکلې بیې لوړ کوم څه ونه پلوري.
د نرخونو د مهار او احتکار مخنیوي اړوند کمېسیون په دې وروستیو کې خپلې چارې چټکې کړي، ترڅو هیوادوال په روژه کې په پرېکنده بیه اړین او باکیفیته توکي راونیسي.