ډېر لوستل شوي

بګرام د هېواد‌پلورو او هېواد‌پالو د دریځونو په تناظر کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تېرو څو ورځو راهیسې د بګرام هوايي اډې په اړه خبرې کوي او دا موضوع اوس د هېواد دننه او بهر د بحث ګرمه سوژه ګرځېدلې ده. ټرمپ ویلي چې دوی د بګرام هوایي اډه غواړي او دا اډه چین ته د خورا نږدېوالي پر اساس دوی ته مهمه ده.

د سي‌اېن‌اېن په ګډون د ځینو رسنیو مالومات ښیي چې ډونالډ ټرمپ له څه وخت راهیسې پر امریکایي چارواکو فشار راوړی چې د بګرام د ترلاسه کولو یوه تګلاره ورته ومومي. دې موضوع بیاځلې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې زور واخیست او د بګرام خورا لوړ ستراتیژیک ارزښت یې راپورته کړ. ټرمپ وویل، بګرام اډه د چین د اتومي وسلو د تولید له ځایه نږدې یو ساعته واټن لري. د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته نه یوازې افغان حکومت غبرګون وښود؛ بلکې بیجېنګ او په خپله اوسنیو یا پخوانیو امریکایي چارواکو هم دا موضوع خندونکې وبلله. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې بګرام هوایي اډه د افغانستان د اوسنيو واکمنانو په ولکه کې ده او ددې اډې برخلیک هم خپله له افغانانانو سره دی. د ټرمپ څرګندونې او ادعاوې څومره پلې شوي!؟

دا څرګنده ده چې د امریکا اوسنۍ رهبري ته بګرام اډه ډېره مهمه ده او په خپله اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو ځلونو په خپلو ویناوو کې تېر ولسمشر جوبایډن ملامته کړی چې بګرام یې وړیا پرېښی. نوموړي په تکرار سره په خپلو خبرو کې ویلي چې که دی هغه مهال ولسمشر وای، نو سرتېري به یې په باګرام کې مېشت کړي وو او په هېڅ دلیل به یې دا اډه نه پرېښوده. د ټرمپ وروستۍ وینا هم خپله د امریکایي ځواکونو لخوا طنز او د بېحالۍ په حال کې ویل شوې څرګندونې بلل شوي دي. د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټېس د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې خندوونکې بللې دي، چې ګواکې امریکا غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته ترلاسه کړي. نوموړې ویلي، چې د افغانستان حاکمان به هېڅکله امریکایي ځواکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ور نه‌کړي. نوموړي ویلي چې دا خندونکې ده چې اسلامي امارت به بګرام ټرمپ ته پرېږدي. هغې زیاته کړې، چې اسلامي امارت شل کاله له امریکا او ناټو سره د بګرام پر سر نښتې وکړې، قربانۍ یې ورکړې؛ خو اوس به خپله خاوره بېرته هغو ته پرېږدي چې جګړه یې ورسره کوله؟ کورټېس په ښکاره ویلي چې د دوحې په تړون کې امریکایي لوري ژمنه کړې وه چې افغانستان کې به هېڅ پوځي حضور نه لري او ټول عسکر به له دې خاورې باسي. نوموړې چې د ډونالډ ټرمپ په اداره کې یې د مرستیال سلاکارې دنده ترسره کړې، په واضحو ټکو ویلي چې د دوحې تړون په هېڅ ځای کې نه دي ویل شوي چې امریکایي ځواکونه به په بګرام هوایي اډه کې پاتې شي.

اوس دا پوښتنه راولاړیږي چې ډونالډ ټرمپ اخر د بګرام له موضوع څه غواړي؟
د سیاسي چارو کاروپوهان وايي چې ډونالډ په خپله بله دوره کې هېڅ ډول لاسته راوړنې نه لري، نو دی د بګرام د موضوع په راپورته کولو یو ځل بیا امریکایان بوختوي او فکرونه یې له اصلي مسیره منحرفوي. د دوی په قول، ډونالډ ټرمپ غواړي د بګرام، اوکراین او نورو موضوعاتو په مطرحولو سره خپله ماتې او ناکامي پټه کړي. دی همداشان غواړي چې د امریکا اوسنۍ ستونزې په خپل ځان او ګوند وانچوي او پړه پر خپل مخالف ګوند واچوي. ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال هم د بګرام موضوع ګرمه ساتلې وه او همدا سوژه یې د خپل مخالف(جوبایډن) د ټکولو لپاره کاروله. د درنو لوستونکو به په یاد وي چې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ د سوګند پر ورځ وویل چې د اوکراین ـ روسیې جګړه په ۲۴ ساعتونو کې حلوي؛ خو یاده موضوع یې نه یوازې حل نه کړه، بلکې جګړه لا ګرمه شوه او اوس یې د حل هېڅ څرک نشته. همداشان ټرمپ و چې بې دلیله یې پر بې ګناه فلسطینیانو د اسراییلو تعرض او یرغل ستایه او پر دې جګړې لا تېل پاشي. ډونالډ ټرمپ او د امریکا اوسنۍ رهبري په خپلو چارو کې مات او لاسته راوړنې یې صفر دي. دوی ددې پر ځای چې د یوې مسلې جرړې او تل ته ورسیږي، ستونزې ډېروي او حل یې لا سختوي. ټرمپ او رهبري یې اوس پر خپلو مخالفانو شپه او ورځ تعرفې لوړوي او د نړۍ اوسنی نظم له هرج مرج سره مخوي.

د بګرام د پلور ډنډورچیان
که د افغانستان د تاریخ پاڼې واړول شي، نو تر ټولو منفورې څېرې پکې هغوی وي چې د مور وطن په پلور یې درېغ نه وي کړی. دې ډول خلکو ته دین، هېواد، ملت، ارزښتونه؛ بلکې هېڅ شی ورته مهم نه وي. دوی یوازې خپلې ګټې پېژني او د پردي دوښمن مریتوب. دا ډول خلک د اشغالګرو پر مریتوب ویاړي او د وطن د بقا او پایښت لپاره پردي ضرور ګڼي. دا ډلګۍ نوره اړتیا نه لري چې هېوادوالو ته ځانونه سپین کړي. دوی خپله ازموینه ورکړې او د بیاځلي باور وړ نه دي. لوستونکي پوهیږي چې دې خلکو تل د وروڼو قومونو ترمنځ اور ته پوکي ورکړي او د قومي امتیازاتو په نوم یې تل خپله خاوره او خلک پلورلي او ځانونه پرې څورب کړي دي. د جنبش په نوم د یوه ګوند مشر او د لسګونو زرو انسانانو قاتل د امریکایانو چوپړ ته بیاځلې سینه ډبولې ده. ددې ګوند یوه غړي د خپل مشر له خولې لیکلي چې د بګرام په ترلاسه کولو کې دې له ده سلا او مرسته وغوښتل شي. ددغه ګوند مشر ویلي چې د امریکایانو دې ارمان ته دی تحقق وربښلی شي. بلخوا د یوې بلې فرصت طلبې کوچنۍ ډلګۍ د سیاسي برخې ویاند ویلي و چې بګرام د تاجکانو په خاوره کې پروت دی او په دې تړاو نه باید له اسلامي امارت سره خبرې وشي. نوموړي ویلي چې بګرام د تاجک قوم په ملکیت کې راځي او دوی ته باید رجوع وشي. د محمد ابراهیم الکوزي په نوم له هېواده دباندې یوه خپلسري ولسمشر بیا ویلي: « د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې غوښتنې پر بنسټ، چې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د بگرام هوايي ډګر د نیولو نیت لري، موږ له دې پرېکړې سره خپله موافقت څرګندوو او د ستراتیژیکې همکارۍ هرکلی کوو.» نوموړي د امریکا د بیا راتګ هرکلی کړی او یاد هېواد یې د افغانستان پخوانی او نږدې ستراتیژیک هېواد بللی دی.» د هېواد‌پلورونکو او د غرب په لوښي رالویو شویو او څورب شوي د خواله رسنیو له پراخ غبرګون سره هم مخ شوي دي او پر دوی یې طنزي لیکل هم کړي دي. د خواله رسنیو کاروونکو دغه وطنفروشان د باور وړ نه دي بللي او په اصطلاح، هېوادوال به هېڅکله پر دوی بیا باور ونه کړي. دوی د خواله رسنیو هغه ادعاوې ټوکې او خیال پلو بللي چې ګوندې یادې متنفرې ډلې به بیا ځلې پر افغانستان واکمنې شي.
ازادې سرچینې وایي چې دغو ډلو ټپلو د بګرام د پلور په پار له یوه بل سره اخ و ډب هم کړی دی. دوی له یوه بل سره پر دې سیالي کوي چې وطن دی له هغه بل په ښه ډول پلورلی او د پردیو چوپړ کولی شي. د ډونالډ ټرمپ د خیالي خبرو په تړاو د اسلامي امارت دریځ اسلامي امارت واک ته د رسېدو له ورځې تل د ټولو هېوادونو اړوند نېک نیت او نظر ښودلی دي. د حکومت مشرانو تل ویلي چې خاوره یې د هېچا پر ضد نه ده او نه هم د نورو هېوادونو مخالفانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکولی شي. په دې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې بیا ځلې ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او مشترکو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي. اسلامي امارت، واشنګټن د دوحې د تړون هغه مادې ته رابللی چې پکې یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د سیاسي خپلواکي د لحاظ ساتل او په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه وه. د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې د بګرام هوایي ډګر په تړاو هېڅ معامله نه‌ده شوې او نه به هم دا ستراتيژیکه سیمه د کوم هېواد په واک کې ورکړل شي. لوی درستیز زیاته کړې چې اسلامي امارت له خپل ځان څخه دفاع کولی شي او په دې چاره کې له کوم چا مرسته هم نه غواړي. هغه زیاته کړه چې بګرام د افغانستان یوه مهمه نظامي شتمني ده او د اسلامي امارت له لوري به د هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره ترې کار اخیستل کېږي، نه دا چې بل چا ته وسپارل شي. قاري محمد فصیح الدین فطرت د واشنګټن وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان خلک هېڅکله چا ته تسلیم شوي نه دي او د مبارزې اوږده مخینه لري.

پایله:
باګرام د هېواد د عظمت ډېره مهمه او ستراتیژیکه ټوټه ده. د هېڅ اصیل افغان زړه ته نه لوېږي چې پردي دې په دې ټوټه کې مېشت شي. د افغانستان حاکم حکومت هېڅ هېواد ته د بګرام د مېشتېدو بلنه نه ده ورکړې. د سپوږمکۍ او څېړنو اړوند مالومه شوې چې بګرام کې د هېڅ هېواد عسکر نشته او په دې تړاو ټولې ادعاوې له حقیقته لرې دي. بګرام یو ځل بیا د خبرونو سرټکی ګرځېدلی؛ خو یاده دې شي چې د امریکا اوسنۍ رهبري وخت ناوخت خندونکي تمثیلونه وړاندې کوي. کله ناکله د هېوادونو ترمنځ جګړې په ۲۴ ساعتونو کې پای ته رسوي او کله په شپه ورځ کې د یوه هېواد له بېخه نړول. پکار ده چې دا ادعاوې دومره جدي ونه نیول شي چې خپلې ورځنۍ چارې ورته وځنډوو او یا یې د بحث محور وګرځوو. کارپوهان، اوسمهالو او پخوانیو چارواکو او د خواله رسنیو کاروونکو د ټرمپ څرګندونې«خیال‌پلو او خوږ خوب» بللی. د واشنګټن پوسټ څېړنه ښیي چې د امریکا اوسني ولسمشر په تېرو څلورو کلونو کې تر ۳۰ زرو ځلو زیات دروغ او غولونکي بیانونه ورکړي. مانا نږدې په هر ساعت کې یې یو ځل دروغ ویلي. شونې ده چې ژر دا موضوع بیا سړه شي. دومره ویلی شو چې دا ډول ادعاوې د هېواد‌پلورو او هېواد‌پالو افغانانو ترمنځ کرښه اېستلی شي. #امیدراډیو

اړوند خبرونه