د کندهار امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېر یوه کال کې ٣٣١ قضیې ثبت او ۶۰۳ تنه مشکوک کسان یې هم نیولي دي.
د ياد مديريت له لوري ٤.٤٧ کیلو ګرامه هيرويين، ١٣٢.٣٢١ کیلو ګرامه ښيښه، ١٥٠.١٥٠ کیلو ګرامه تریاک، ٣٢٠ کیلو ګرامه چرس، ١٦٣٠.٩٠٠ کیلو ګرامه ايف ١٢٤٧٠٥ کیلو ګرامه اومان، ٥٢٧٤ کیلو ګرامه جامد کیمیاوي مواد، ٢.١٨٣ کیلو ګرامه ټابلیټ کا، ٣٠٨٥٢٧ دانې زیکف کپسولونه، ٦٧٨٢ لېتره مايع کیمیاوي مواد او نور نیول شوي دي.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو همدارنګه په کندهار او ولسوالیو کې ٦٤٨.٥ جرېبه ځمکه د تریاکو او ٦٧.٥ جرېبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه کړې ده.
په يادوو قضیو کې ١٠٢ عرادې موټرونه، ٣٦ عرادې موټرسايکلونه، ١٤ پايې ژرندې، ٢٦٣ سيټه موبایلونه، ٤ میله تفنګچې، ٨٨ فیره د کلاشنکوف مرمۍ نیول شوي دي.
یاد مدیریت همدارنګه ٤٥٤٠روږدي راټول او اړوندو ارګانونو ته یې سپارلي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره د نشه یي توکو پر وړاندې په کلکه مبارزه شوې او د هر ډول نشه یي توکو، پلور، پیر او کښت منع دی.