ډېر لوستل شوي

سترې پروژې افغانستان ځانبسیاینې ته نږدې کوي

وړمه ورځ افغان او ترکمنستاني لوړپوړو چارواکو د ټاپي پروژې له پرمختګه کتنه کړې وه. د ټاپي پروژې له طرحې کلونه وروسته په لومړي ځل په افغان خاوره کې د اسلامي امارت په دویمه واکمنۍ کې ددې پروژې عملي چارې پیل شوې. د ترکمن ګاز شرکت چارواکو وویل چې په افغانستان کې ددې پروژې چارې ۱۴ کیلومټره وړاندې تللي او ۷۰ کیلومټره نوره ځمکه د پایپونو نصبولو ته چمتو شوې ده. د ترکمن ګاز پروژې مسوولینو ویلي چې د ټاپي پروژې چارې په افغان خاوره کې په خورا چټکۍ او ښه ډول پر مخ روانې دي او افغان حکومت هم ددې پروژې د چارو د نه‌ټکنتیا په موخه ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر آخوند همداشان د هرات په صنعتي پارک کې د پولادو د فابریکې دویم پړاو چارې پرانیستلې. ښاغلي برادر اخوند ددې فابریکې د دویم پړاو د چارو په پرانیسته کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم، د سیمې هیوادونو او د نړۍ ډېری هیوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي او دا هڅې د لا پراختیا په حال کې دي. د هغه په وينا، اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د همدې هدف لپاره يې د کورنيو او وارداتي برېښنا د توليد لویې پروژې پيل کړې دي.

افغانستان له شاوخوا پینځو شپږو لسیزو وروسته بیا ځلې د پرمختګ او صنعتي کېدو چانس موندلی دی. الحمدالله، هېواد کې د جګړو ټغر ټول شوی او افغان حکومت د هېواد ځان بسیاینې ته شپه او ورځ کار کوي. په تېر کې ګاونډیو هېوادونو او نورو قوتونو په لوی لاس افغانستان له پرمختګ څخه راګرځاوه او شته بنسټونه او زېربناوې به یې ورته له منځه وړلې.

افغان حکومت د اقتصادي پالیسۍ په خپلولو سره د هېواد د ابادۍ پر لور ګړندي ګامونه پورته کوي چې دا چاره به افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو په کتار کې د یوه نوي او صنعتي هېواد ځای خپل کړي. افغان حکومت پتېیلې چې د یوه صنعتي افغانستان لپاره تر هر څه ډېره د انرژۍ اړتیا لیدل کیږي؛ نو ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یې یو مشهور افغان پانګوال(میرویس عزیزي) د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته وهڅاوه. د عزیزي شرکت د انرژۍ د پروژې ارزښت شاوخوا لس ملیارده ډالره دی چې په مټ به یې لس زره مېګاواټه برېښنا تولید شي چې تر نیمایي ډېره به یې صنعتي چارو ته ځانګړې شي. قوش تېپه، ټاپي، فابریکوي کمپلېکس او نورې سترې پروژې دا ښکاره کوي چې افغان حکومت د هېواد صنعتي کېدو ته ژمنتیا لري. له بلې خوا حکومت د پانګوالو هر ډول ملاتړ کړی او هر وخت یې ویلي چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ځان او مال خوندي دی.

د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، ټاپ، ټرانس افغان، قوش تېپې لاجوردو لار او ورته نورې سترې پروژې، د شانګهای سازمان، مسکو فارمټ او اسیا زړه په څېر ځینونورو کنفرانسونو او پروسو کې ګډون افغانستان د سیمې د صنعتي کېدو له دهلېز سره وصلوي. همدارنګه هېواد کې شته پراختیایي او صنعتي پروژې هېواد د انرژۍ، ټرانزیټ او سوداګرۍ پر یوه مهم کورېډور بدلوي. د افغان حکومت له لوري اقتصاد‌محور سیاست د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پام ځانته را اړولی دی. د اسلامي امارت د سیاست یوه مهمه ځانګړنه دا ده، چې ملګرتیا یې پر جګړه نه، بلکې پر کار، اقتصاد، زېربنا او همکارۍ ولاړ ده. افغان حکومت د سیمه‌ییزې اقتصادي شبکې د جوړولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. دا او ورته هلې ځلې افغان حکومت او افغان ولس د یوه سوله‌پال او پرمختګ‌خوښي ملت په توګه معرفوي او ښیي چې افغان خاوره تل د نورو د نیابتي جګړو او دسیسو ښکار شوې ده. د پاکستان له لخوا وروستي تېري او د اسلامي امارت له لوري تسامح او تساهل ښودله چې افغان حکومت تېریګر نه دی؛ بلکې بیا بیا یې زغم ازمویل کیږي. افغان حکومت اړ شو چې خپلو ځواکونو ته د ځوابي بریدونو جواز ورکړي؛ که نه د پاکستان له لوري د اوربند غوښتنه ژر د افغان حکومت له لوري ومنل شوه؛ خو پاکستاني پوځي رژیم څو ځله له خپل عهد غاړه وغړوله او اوربند یې مات کړ. د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو ویلي چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په تړاو د خیر ښېګڼې نیت لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دې د نورو هېوادونو ګټې زیانمنې کړي. افغان حکومت له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې لاس پر سر شي او خپلې دوه اړخیزې اړیکې د ګډ درناوي له مخې وپالي. باید یادونه یې وشي چې افغان حکومت تر اوسه د سیمې له هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړیکې پاللي او د سیمې د ټیکاو په خاطر یې پر هلو ځلو سترګې نه شي پټېدلی.

د پورته شننې د لنډیز په توګه یې وایو چې افغانستان له لسیزو دربدریو او اور ـ وینو وروسته یوه زرینه عصري ـ صنعتي دوره تجربه کوي. زموږ ګران هېواد نن سبا د سترو پراخیتایي ـ صنعتي پروژو د پلې کېدو شاهد دی. افغان حکومت اوسمهال د سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره نه یوازې په ډیپلوماټیکه برخه کې غوره اړیکې لري؛ بلکې د سیمې له هېوادونو سره یې ګډې اقتصادي اړیکې هم د پام وړ دي. باید یادونه یې وشي چې دا پروژې یوازې له اقتصادي بعده د ارزښت وړ نه دي؛ بلکې ګڼې معنوي ګټې هم ورپورې تړلي دي. ټاپي، نړۍ ته د افغانستان غوره انځور، پوره امنیت او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د ګډ کار یوه عالي انځور وړاندې کوي. ټاپي، قوش تېپه او نورې سترې ملي پروژې له شک پرته افغانستان په پښو درولی او د نورو له لاسنیوي یې ازادولی شي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه