ډېر لوستل شوي

د هند او افغانستان د نویو اړیکو څپرکی؛ سیاسي او اقتصادي اغېز یې څه دی؟

 د افغانستان او هندوستان اړیکې په زماني لحاظ ډېرو پخوانیو پېړیو ته رسیږي. افغان او هندو ملتونه د تاریخ په لوړو ژورو کې له یوه بل سره نږدې پاتې شوي دي. د تاریخي متونو له قوله، اریایان لومړني وګړي وو چې د هندوستان ځمکې یې ابادې کړې او هلته یې خپل تمدن ترویج کړ. اوسمهال هم د هند په ګڼو ایالتونو کې د افغانانو مېنې او کلي شته. همدارنګه په کشمیر کې لسګونه زره پښتني کورنۍ اوسي. له دغه لنډ مقدماتي بحث څخه مو موخه د هندوستان او افغانستان د قومونو تاریخي کوشېر سپړل و.

یو حقیقت باید څرګند شي چې د هندوستان او افغانستان اړیکې تل په یوه مسیر نه دي پاتې شوي؛ لوړې ژورې یې حتمي لیدلي دي. خو دغو دواړو هېوادونو تر باور‌موندنې وروسته اړیکې عادي کړي او د ګډو همکاریو ډګر ته یې رادانګلي دي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره سم د کابل او نوي ډیلي اړیکې د ګډې همکارۍ په کچه کې نه وي؛ خو د اسلامي امارت مشرانو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په ځلونو ډاډ ورکړی و چې افغان خاوره د هېچا په زیان نه ده او نه هم چا ته ګواښ دی. افغان حکومت تل په خپلو مطبوعاتي اعلامیو او نړیوالو دریځونو په څرګند ډول ویلي چې بهرنۍ تګلاره یې خپلواکه او پر ګډې همکارۍ او دوه اړخیز درناوي ولاړه ده. افغان حکومت څرګنده کړې چې د کور دننه او بهر په ټولو چارو کې خپلواک دي او د کوم درېیم هېواد په اشاره او غوښتنو له بهرنیو هېوادونو سره خپلې اړیکې نه پالي. همدارنګه اسلامي امارت نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې له یوه هېواد سره یې د اړیکو ټینګول یا رغول، د بل کوم هېواد پر زیان نه دي.

د همدې ژمنې پر اساس افغان حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې له دولتونو سره د تعامل او رغنده همغږۍ چینلونه پرانیستل او د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ یې په ګڼو هېوادونو کې فعالې کړې او د خپل اعتماد په مټ یې ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه ځانته رامات کړل.

 افغان حکومت د خپلې پیاوړې ډیپلوماسۍ او رښتیني سیاست په مټ له ګڼو هېوادونو سره پرې شوې اړیکې بیا ورغولې. د افغانستان اسلامي امارت په دویمه پلا واکمنۍ کې له یو شمېر ننګونو سره هم مخ شو، ګڼو هېوادونو ورسره هر ډول اړیکې غوڅې کړې، منزوي یې کړل، ملي پانګه یې ورکنګل کړه او ګڼ اقتصادي بندیزونه یې پرې ولګول؛ خو نوي حکومت په لومړیو کې په کور دننه امنیت ټینګ کړ، د نشه یي توکو قاچاق، پېر ـ پلور یې صفر ته راټیټ کړ او د سیمې له هېوادونو سره د سیمه ییز ټیکاو او امنیت په برخه کې یې د همکارۍ مټې رابډوهلې.

د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د هلو ځلو په لړ کې افغان حکومت بالاخره نوی ډیلي هم قانع کړ چې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره د سفارت کچې ته لوړې کړي. دا ګام نوی ډیلي په داسې حال کې اخلي چې یوه اونۍ وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هند ته یوه اونیز سفر درلود. نوي ډیلي له ښاغلي متقي سره ژمنه کړې وه چې کابل کې به خپل سفارت بیا پرانیزي او په سفارتي کچه به له افغان حکومت سره خپلې اړیکې پالي. ورته وخت کې د سه شنبې په ورځ دوحې هم د افغانستان لپاره خپل شارژدافیر د فوق العاده استازي او سفیر په توګه وګوماره.

له هندوستان سره د افغانستان اړیکې له تېرکال راهیسې په غوره دریځ کې دي. نوي ډيلي د تېرمیلادي کال په نومبر میاشت کې ومنله چې ممبي کې د افغان حکومت نوي ډیپلوماټان مني. څو میاشتې وروسته حیدابار ښار کې افغان کونسلګرۍ هم د افغان حکومت ډيپلوماټانو ته وسپارل شوه.

د کابل ـ نوي ډیلي د تازه اړیکو اقتصادي ګټې

هند ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سفر نه یوازې یو ډیپلوماټیک سفر و، بلکې ددې سفر یوه برخه د اقتصادي همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا تشکیلوله. کابل او نوی ډيلي له ډېر پخواني پېر څخه له یو بل سره سوداګریزې اړیکې پاللي دي او همدې هېواد افغانستان کې د هر ناورین او افت پر مهال لومړی د مرستې لاس را اوږد کړی دی. ښاغلي متقي د خپل سفر پر مهال هندمېشتو افغانانو او سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مسایلو د لا پیاوړتیا او څار په پار یوه ګډه کمېټه جوړوي. ویل کیږي چې اوسمهال د کابل ـ نوي ډیلي اقتصادي همکاري یو میلیارد ډالرو ته پورته شوې او د سوداګریزو چارو په ساده والي او اسانولو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی. ښاغلي متقي همدې غونډه کې وړاندې ویلي و چې افغانستان، له پاکستان سره په ځمکنۍ سوداګرۍ کې ستونزې لري او دا غوراوی چندان اغېزمن هم نه دی؛ نو پرېکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د هوایي دهلیزونو پراختیا ته کار کیږي او افغان توکي به سیده د هندوستان ازادو مارکیټونو ته لاره پیداکوي. افغان چارواکي همداشان ژمنه کړې چې د هندوستان پر کارګو الوتکو به فیسونو کې کموالی راولي. همداشان هند ته د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې د هند د یو شمېر ایالتونو او کابل/ کندهار د مستقیمو پروازونو په تړاو هم هوکړې شوي دي. د هندوستان یوې ورځپاڼې لیکلي چې افغانان د هندوستان په بېلابېلو ښارونو او ایالتونو کې د سوداګرۍ اوږده مخینه او تجربه لري. دا چاره کېدای شي چې د افغان ـ هندو سوداګرو پیکه شوې اړیکې او همکارۍ لا ورغوي. افغان چارواکو د افغانستان پر هغه پوتنشیل ښه پوهیږي چې دا هېواد یې د سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخه کې لري. افغانستان اوسهمال د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ یو مهم نښلوونکی هېواد دی. د تېرو میاشتو د صادراتو او وارداتو ارقام ښیي چې اوسمهال د کابل ـ نوي ډیلي سوداګریزې اړیکې تر پخوا په لوړه کچه کې دي. یوه خبره بله هم رڼول غواړي چې نوي ډیلي په تېر کې هم په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لاسنیوی کړی او د طبیعي افتونو پرمهال یې هم لومړی د مرستې لاس را اوږد کړی دی. د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا اړتیا لا ډېره محسوسیږي او افغان حکومت دغه ملاحظه په پام کې ساتلې ده. دا چې هندوستان په تېر کې هم د افغانستان یو نږدې سوداګریز ملګری هېواد و؛ نو ځکه ورسره هر ډول اړیکې عادي کول د هېواد په ګټه دي. هند په تېر کې د افغانستان د وچو او تازه مېوو، سبزيانو او طبي بوټو لپاره یو لوی مارکېټ پاتې شوی دی.

د هندوستان په ګډون د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه پر دې پوهیږي چې د افغانستان پر جغرافیه اسلامي امارت بشپړ واکمن دی او همداراز د دوی پر وړاندې نه په کوردننه او نه په بهر کې کوم ځواک شته. نوي ډيلي هم بالاخره ډاډ حاصل کړ چې د افغانستان له دغه مشروع نظام سره باید خپلې اړیکې عادي کړي او د سیمې د یوه مهم هېواد په توګه ورسره په هره برخه کې دوه اړخیزه همکاري وساتي. له هندوستان سره سفارتي اړیکې او نږدې همکاري لوېدیځو او امریکایي هېوادونو ته هم یوه پټه اشاره ورکوي چې باید له تقابل لاس واخلي او تعامل ته راوړاندې شي. هندوستان له شک پرته د سیمې یو مهم راپورته کېدونکی اقتصادي او سیاسي ځواک دی. دغه هېواد کولی شي چې له افغان حکومت سره په ډیپلوماسۍ، اقتصاد، پانګونې، تخنیکي او سوداګریزو برخو کې نږدې همکار واوسي.
په لنډ ډول یې ویلی شو چې اوسمهال په ډیپلوماټیکه برخه کې د افغانستان ستوری په ځلېدو دی. ددغو بریاوو یو ستر دلیل د افغان حکومت غوڅ دریځ او رښتینې بهرنۍ پالیسي ده. افغان حکومت پر سیمه ییز او نړیوال سټېج واحد دریځ نیولی او بېرته په خپلو ژمنو درېدلي هم دي. هندوستان د سیمې یو ستر او کلیدي هېواد دی، چې د اړیکو پراخول ورسره د سیمې نور هېوادونه هم ورته تعامل ته هڅوي. په ځغرده ویلی شو چې له سیمې سره د افغانستان اړیکې خورا په ښه موقف کې دي او خپل متوازن سیاست یې ساتلی دی. افغان حکومت پر خپله هغه ژمنه هم ولاړ دی چې هر چا سره په خپلواکه توګه اړیکې ټینګوي او هېڅ هېواد دې په دې تړاو بدنیت او شک نه لري.

اړوند خبرونه