ډېر لوستل شوي

د دیني علماوو یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست په مشرۍ د دیني عالمانو یو پلاوی ازبکستان ته روان شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ د دیني عالمانو یو لس کسیز پلاوی ازبکستان ته تللی دی.

دغه پلاوی نن (شنبه ، کب ۲۶مه) له کابله تاشکند ته روان شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه لوړ پوړى پلاوى د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې د مشر مفتي شيخ نورالدين خالق په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللى دى.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د دیني علومو زده کړه، د دوه اړخیزو همکاریو پراخول او نور ازبکستان ته د لوړ پوړو افغان دیني عالمانو د سفر له مهمو موخو څخه دي.

دغه دیني پلاوی به په خپل سفر کې د تاشکند، سمرقند او بخارا ښارونو له دیني عالمانو سره مرکې، کتنې او د ازبکستان له اسلامي مرکزونو څخه لیدنې ترسره کړي.

که څه هم ازبکستان له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې له افغانستان سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو دغه هیواد ته افغان علماوو دا سفر لومړی دی.

اړوند خبرونه