د میرېلنډ پوهنتون له خوا په جولای او اګسټ میاشتو کې ترسره شوې سروې ښودلې چې له اسرائیلو سره د امریکایانو د خواخوږۍ کچه کمه او برعکس د امریکایانو په منځ کې د فلسطینیانو د خواخوږۍ ګراف لوړ شوی دی.
د جمهوري غوښتونکو، ډیموکراټانو او غیرګوندي امریکایانو څخه اخیستل شوې رایې ښیي چې امریکایي وګړي د اوسني حکومت، اسرائیل پلوۍ دریځ غندي او په وینا یې له اسرائیلي رژیم سره باید هر ډول همکاري ودرول شي. د میرېلنډ پوهنتون له نظرپوښتنې پرته د امریکا په ښارونو، پوهنتونونو او کالجونو کې لاریونونه دا څرګندوي چې د اسرائیلو د پلوۍ پالیسي ښي اړخو، کیڼ اړخو او حتی هېڅ امریکایي ته د منلو نه ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا له خوا د اسرائیلو پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ امریکا کې دننه کورنۍ ستونزې ډېري کړي او هلته د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي دي.
د اسرائیلي رژیم له خوا بې درېغه وژنو په یهودو کې هم وېره خپره کړې چې وروستي وحشتونه ښایي د امریکایي او اسرائیلي ملتونو ترمنځ درز رامنځته او لرې نه ده چې امریکا د اسرائیلو له ملاتړه لاس پر سر شي.
د کالیفورنیا پوهنتون د منځني ختیځ د چارو یوه پروفیسور استاد ویلي، چې د اسرائیلو له جنګي جرایمو وړاندې هم په ځوانو امریکایانو کې له اسرائیلو سره د دوی د محبوبیت کچه لږه؛ خو له فلسطینیانو سره یې خواخوږي ډېره وه.
د الجزیرې تلوېزیون موندنې ښیي چې د امریکایانو په منځ کې د اسرائیلو د محبوبیت د زیاتولو په پار یو شمېر ټولنیزې رسنۍ ګومارل شوې چې له دې کاره د وسلې په څېر ګټه پورته کیږي. دا ډیجیټلي رسنۍ کوښښ کوي چې د اسرائیلو او امریکایي ملتونو ترمنځ پیوستون ته کار وکړي او د فلسطینیانو په تړاو د امریکایي وګړو ذهنیت منفي کړي.
د امریکایي وګړو په منځ کې د اسرائیلي رژیم د محبوبیت د پیکه کېدو راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې له اسرائیلي رژیم هغه هېوادونه هم پر شا شوي چې وړاندې یې ترې مالي او پوځي ملاتړ کاوه. د برېتانیې، فرانسې او المان په ګډون ځینو هېوادونو د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې فلسطین پر رسمیت وپېژانده او له اسرائیلو سره یې مالي پرېکون اعلان کړل.
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال له ملګرو ملتونو سره د ثبتو ۱۹۷ هېوادونو له ډلې شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو فلسطین پر رسمیت پېژندلی دی.
د امریکا، مصر، قطر او ترکیې په منځګړیتوب او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د پلان له مخې، تړل شوی اوربند یو ځل بیا د اسرائیلي رژیم له خوا مات شوی او د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې یې لسګونه ماشومان، ښځې او سړي شهیدان کړي دي.
الجزیرې په سیمه کې د فلسطینیانو په وینا لیکلي چې ددې اوربند هېڅ حقیقي اغېز نه دی لیدل شوی. د دوی په قول، اسرائیلي پوځیان لا هم په سیمه کې دي، بې ګناه انسانان په نښه کوي او همدارنګه یې بشري مرستې په خپله ولکه کې اخیستي دي. د اسرائیلي رژیم له لوري دا پنځوسم ځل دی چې د اوربند له هوکړې سرغړونه کوي.
د چارو پوهان وایي چې د اسرائیلي رژیم له ایجاده شاوخوا اته لسیزې تېرېږي، خو په لومړي ځل له داسې سیاسي انزوا سره مخ کېږي او بل پلو فلسطین د خپل عمر په شالید کې په لومړي ځل دومره پراخ پلویان موندلي دي. یاده دې شي چې د اسرائیلي رژیم له وحشت څخه د واشنګټن سیده ملاتړ یاد هېواد هم په نړۍ کې منفوره او د کړکېچ ایجادونکی بللی.

