د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، ددې ولایت هغه تاریخي ابدې به بیاورغول شي چې په وروستۍ زلزله کې زیانمنې شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد الله متقي په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د دفتر له رئیس اجمل میوندي سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د تاریخي آثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. ښاغلي متقي له نړیوالو موسسو او بنسټونو غوښتي چې په دې برخه کې دې ورسره همکاري وشي.
ورته مهال په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د دفتر رئیس اجمل میوندي وویل چې د هرات ټولې هغه ابدې بیا رغوي چې په وروستۍ زلزله کې زیانمنې شوي وي. د ویلو ده چې په هرات کې وروستیو زلزلو د زرګونو انسانو سربېره ګڼ تاریخي ځایونه زیانمن کړل.