ډېر لوستل شوي

سوداګریز پرېکون؛ ننګوونکې خو تاریخي پرېکړه

د ګاونډي هېواد له لوري د سوداګرۍ په مخ کې د پرلپسې خنډونو ایجادولو وروسته پرون افغان حکومت په یوه بېساري اعلان کې وویل چې سوداګر او پانګوال دې له یاد هېواد خپله لمن راونغاړي او د پاکستان پر ځای دې پر بدیل مسیرونو غور وشي.

ښاغلي برادر دا څرګندونې پرون چهارشنبه په کابل کې افغان سوداګرو، صنعتکارانو او د مالیې وزارت مسوولانو ته په یوه خبري غونډه کې وکړې. اقتصادي مرستیال وړاندې زیاته کړې چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړلو نه یوازې افغان سوداګر زیانمن کړي؛ بلکې عام وګړي یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي په ټینګار ویلي چې نور دې د پاکسان پر ځای پر بدیلو غوراویو غور وشي او د هغو توکو په پار چې له پاکستان څخه واردېدل، نور مارکیټونه ولټول شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي،”د دې خبرتیا له لارې اسلامي امارت خپلې غاړې خلاصوي او په واضح ډول درته وايي ‌چې که له دې خبرتیا وروسته هم تجاران مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي نو د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هېڅ ډول مشکل ته رسېدنه نه کوي.” ښاغلي برادر پر پاکستان نیوکه وکړه چې ګواکې هغه مهال لارې پرانیستې ساتي چې په پاکستان کې د حاصلاتو وخت وي خو کله چې افغان مېوې او دانې ورسېږي نو، “په یوه یا بله پلمه لاره بنده کړي او زموږ د بزګرانو له مېوو په موټرونو کې اوبه څاڅي.”

افغان حکومت نه یوازې د لومړنیو خوراکي توکو د نه‌واردلو سپارښتنه کړې، بلکې د درملو واردونکو ته یې هم درې میاشتې ضرب الاجل ټاکلی دی. ښاغلي برادر د پاکستان دارو درمل بې کیفیته بللي او په خبره یې چې له دې لارې پاکستان ته سلګونه میلیونه ډالره ګټه رسیږي. هغه وویل، “که چا په پاکستان کې قراردادونه یا خریدارۍ کړې وي درې میاشتې وخت ورکول کېږي چې په همدې مودې کې خپل ټول حسابونه هلته تصفیه او کار دې را ونغاړي.” د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مالیې وزارت ته ویلي چې له درې میاشتو وروسته دې پاکستانۍ دوا نه محصولوي. دا یوازې اسلامي امارت نه دی چې پاکستان یې له خوږ ګوتې نیسي، بلکې پخوا هم یاد هېواد له سوداګریزو او بشري مسلو سیاسي ګټه اخیستې ده. ښاغلي برادر د افغان ـ پاکستاني لوري د سوداګریزو لارو د پرانیستې یو معتبر تضمین غوښتی چې په مټ به یې پاکستان په یوه حالت کې هم یاده لاره نه تړي.

د افغان حکومت او پاکستان له ترېنګلتیا درې میاشتې تېریږي، خو د یاد هېواد د پرلپسې سرغړونو په پایله کې افغان حکومت اړ شو چې د سوداګرۍ د پرېکون اعلان وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې افغان حکومت ولې پر خپل دریځ ډاډه دی او ددې پرېکړې ډېر زیانمن لوری به کوم وي؟

وړاندې مو زیاته کړه چې د پاکستان د نه‌همکارۍ حس او پرلپسې ستونزو ایجادولو افغان حکومت دومره سترې پرېکړې ته اړ کړ؛ حالنکه تر اوسه د پاکستاني توکو لومړنی مرکز افغانستان دی؛ ځکه د دوی توکي چین او هند نه پېري او ایران هم ترې محدود توکي واردوي. افغان حکومت ځکه پر خپل دریځ باورمن دی چې افغانستان د پخوا په څېر اوس یوازې پر تورخم او سپین بولدک لارو متکي نه دی؛ بلکې ګڼې بدیلې لارې یې موندلي دي. د بدیلو لارو تنوع او شتون مو له هر ډول سیاسي او اقتصادي فشار څخه ژغورلی شي. د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو ټکنتیا دواړه اړخونه زیانمنولی شي؛ خو تاکیدا وایو چې ډېر زیانمن اړخ پاکستان دی.

د افغان حکومت اوسنی دریځ د افغانانو ډېره زړه هیله وه او دا دی اوس تحقق ته رسیږي. سپین ږیري متل کوي، چې مېړو له خندا موندلې. افغانانو سره د پاکستان ناوړه چلند او پرلپسې زجر وروسته افغان حکومت اړ شو چې د یوې لارې پر ځای لسګونه نورې لارې ومومي او له منځنۍ اسیا سره له ځمکنیو لارو وصل شي. په یوه تازه اقدام کې په لومړي ځل ازبکستان سره د هوايي او ځمکني کوریډور قرارداد لاسلیک شوی. د سرچینې په حواله، چې ازبکستان هېواد ترمذ ښار کې د یاد هېواد چارواکو سره د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د هوايي او ځمکني کوریډور قرارداد لاسلیک شوی دی. د دې کوریډور له لارې به د افغانستان مېوې او زراعتي محصولات اروپايي هېوادونو، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

که څه هم له هېوادونو سره سوداګریز بایکاټ(پریکون) د هېچا په ګټه نه دی، خو کله نا کله یو هېواد دومره تنګ شي چې داسې ننګوونکې پرېکړه هم وکړي. د پاکستاني توکو بندول به په لنډمهالي ډول افغان مارکېټونه زیانمن کړي؛ خو په اوږدمهال کې یې ګټه ډېره ده. بل اړخ ته به پاکستان تر ټولو ستر زیان دا وویني چې د تل لپاره به افغان مارکېټ وبایلي. پاکستان دې هغه خوبونه نه ویني چې اوس به هم د تورخم او پاکستان د لارو په بندېدو سره د خوراکي توکو بیې څو چنده لوړې وخیژي. اوسنی افغانستان له ټولې نړۍ سره وصل دی او خپل د اړتیا وړ توکي په اسانه له نورو بدیلو لارو پوره کولی شي. له روسیې، هند، چین او منځنۍ اسیا سره رغونکو اړیکو افغانستان ته دا فرصت ورکړی چې نورې لارې ومومي. اوسمهال افغانستان په بشپړه توګه د پاکستان له اقتصادي کلابندۍ او برمتې وتلی دی. افغان حکومت ته په اوسنیو شرایطو کې پکار ده چې خپلې ټرانزیټي او موصلاتي لارې لا پراخې کړي او د ملي اقتصاد په وده کې ولس او حکومت یو لاس شي.

اړوند خبرونه