ډېر لوستل شوي

د افغانستان ـ منځنۍ اسیا د سوداګریزو اړیکو غځېدلی جال

تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي چې څه دپاسه دوه زره کیلو متره اوږده پوله ورسره لري. د مرکزي اسیا له یادو هېوادونو سره تل افغان حکومتونو غوره اړیکې پاللي دي. یوازې دا هېوادونه نه دي، بلکې د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه له افغانستان سره ګډې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري. هغه مهال چې دې هېوادونو سیاسي خپلواکي نه لرله، خپلې اړیکې به یې د مسکو له لوري له افغان لوري سره پاللې. د منځنۍ اسیا هېوادونو د خپلواکۍ د اخیستو له نېټې تر ننه له افغانستان سره غوره اړیکې ساتلي دي او همدا هېوادونه د افغانستان د خلکو د احسان مرهون هم دي. دلیل دا دی چې د دوی خپلواکي د افغانانو د تورې په زور رښتینې شوه.

په دې وروستیو کې یوازې تاجکستان و چې له اسلامي امارت سره یې له ګاونډیتوب او دوه اړخیزې همکارۍ نټه کوله؛ خو کله چې یاد هېواد وپوهېده چې د افغانستان د اوسني نظام پالیسي اقتصادي ده او هېچا ته د تاوان نیت نه لري؛ نو ځکه یې د همکارۍ لاسونه راوغځول. دا دی یاد هېواد په رسمي ډول منلې، چې د افغانستان مخالفینو ته به په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي. یاد پلاوی لا هم په کابل کې دی او له افغان لوري سره په لیدنو کتنو بوخت دی. قزاقستان خو آن د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو پر وخت هم خپل سفارت په کابل کې ونه تاړه. قرغزستان او قزاقستان هغه لومړني هېوادونه وو چې د افغانستان نوم یې له ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړی و. همداشان له ازبکستان سره د افغانستان غوړېدلې اړیکې د هېرېدو نه دي. یاد هېواد په رسمي ډول په خپل هېواد کې افغان سفیر منلی. اسلامي امارت په بیا راتګ سره وویل چې د سیمې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په دوه اړخیز درناوي ولاړې اړیکې غواړي او نه یې هم حاکمیت د چا په زیان دی. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي و، افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو سره په تېر کال کې له دوه مېلیاردو او څه باندې دریو سوو ډالرو ډېره سوداګري کړې وه.

افغانستان تر ډېره دغو هېوادونو ته تازه او وچه مېوه، جوس، تالک ډبرې، کچالو او پیازو په څېر توکي صادر کړي او له دغو هېوادونو يې تر ډېره اوړه، غنم، تېل، مایع ګاز او غوړي یا د فابریکو مواد او سمنټ وارد کړي دي.

وړاندې مو وویل چې افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونه یوه بل ته حیاتي ارزښت لري او د ایران په ګډون، روسیې، چین او هندوستان سره د افغانستان په سوداګریزو اړیکو کې ښایي یو انقلابي بدلون راشي. دلیل یې دا دی چې افغان سوداګر به اوس د پاکستان بدیل بازار په یادو هېوادونو کې لټوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند ویلي و، چې له دغو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې او مهم لومړني توکي اوس له دغو هېوادونو واردېږي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونه یوازې د صادراتو او وارداتو په برخه کې یوه بل ته اړ نه دي؛ بلکې یاد هېوادونه په سترو او ستراتیژیکو پروژو کې شریکان دي. د بېلګې په توګه د ټاپي ستره پروژه چې په مټ یې د ترکمنستان ګاز  تر هند پورې رسیږي. ټرانس افغان، کاسا زر او… د منځنۍ اسیا د هېوادونو له ډلې ازبکستان د افغانستان په کانونو او ګازو کې پانګونه هم کړې او همداشان ددې خطې نورو هېوادونو هم د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د بېلګې په توګه، کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په یوه سفر کې ویلي و چې لېواله دي د افغانستان د وسپنۍ پټلۍ برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه پانګونه وکړي.

د افغانستان او مرکزي اسیا د ګډو اړیکو د لا غوړونې په پار تېره میاشت ملګرو ملتونو د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د ځانګړي سیمه‌ييز دفتر جوړولو پرېکړه‌لیک هم صادر کړ. دا دفتر د پرمختيايي موخو د تر لاسه کولو لپاره پرانیستل شوی چې مرکزيت به يې د قزاقستان په ستر ښار الماتي کې وي.

له پاکستان سره د اړیکو د ترېنګلتیا په لړ کې افغان حکومت اړ شو چې خپلو محصولاتو ته د روسیې او ریاض مارکېټونه وپلټي. د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست امید راډیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې سږ کال به له کندهار څخه نږدې ۵ زره مټریک ټنه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شي. وړاندې ویل شوي چې دغو صادراتو ته د پاکستان پرځای د ایران  «بندر عباس» او چابهار له بدیلې لارې زمینه برابرېږي. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت هم ویلي، چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان وچې او تازه مېوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي. یاد معاونیت زیاته کړې، هند، روسیه، چین، ازبیکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، قطر، ایران، عراق، متحده عربي امارات، پاکستان، تاجیکستان او یو شمېر نور هېوادونه اوسمهال د افغانستان صادراتو اصلي ځایونه دي.

افغان حکومت د سوداګرۍ له اصولو پرلپسې سرغړونې او د سوداګرۍ سیاسي کولو دې ته اړ کړ چې په رسمي ډول له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې بیخي محدودې کړي. پاکستان کلونه کلونه له خپلو بندرونو د افغانستان په وړاندې د وسلې په توګه کار اخیسته. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نږدې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې افغان سوداګر دې په پاکستاني مارکېټونو باندې خپله اتکا کمه کړي او په درې میاشتو کې دې خپل حسابونه هلته تصفیه کړي. افغان حکومت اوسمهال د پاکستان پر ځای خپله اتکا پر ایران او منځنۍ اسیا ډېره کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد رویټرز ته په خبرو کې ویلي، « په تېرو شپږو میاشتو کې زموږ سوداګري له ایران سره یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې له پاکستان سره د تبادله شوي یو میلیارد او ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېره ده»

 له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ په پرېکون پاکستاني ملکي چارواکي هم خپه دي او دا کار له افغانستانه زیات د خپل هېواد په زیان بولي. د پاکستان ‘ډان’ ورځپاڼې د صنایعو او سوداګرۍ پخواني مرستیال منظور الهي له قوله لیکلي چې که د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري بنده شي، پاکستان به ډېر زیانمن شي، ځکه ایران او هند به افغانستان ته ارزانه درمل ورکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدو له امله پاکستان شاوخوا ۴.۵ میلیونه ډالر زیانمن شوی. پاکستان کې د سوداګرۍ ودې ادارې اجرايي مشر د بي بي سي اردو څانګې خبریال ته ویلي چې پخوا به په افغان بازارونو کې د پاکستانیو توکو ونډه ۹۵ سلنه وه، خو اوس دا سلنه ۶۵ ته راټیټه شوې او د پاکستان ځای هندوستان نیولی دی. خو د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونو فدراسیون مشر ناصر خان وايي، په دې وضعیت کې به پاکستان ډېر زیان وویني، ځکه افغانستان د پاکستاني محصولاتو او تولیداتو لپاره لوی بازار دی.

د منځنۍ اسیا او افغانستان د اړیکو یو بارز ټکی افغانستان د منځنۍ، جنوبي او لوېدیځې اسیا په تقاطع کې پروت دی. افغانستان نن ورځ له خپل دغه طلایي جغرافیوي موقعیت څخه په ګټې غواړي د اسیا د هېوادونو ترمنځ ارتباطي پل واقع شي. افغانستان د جغرافیایې موقیعت له مخې منځنۍ اسیا ته د ننوتلو تر ټولو اسانه او مهمه لاره ده او کولای شي له منځنۍ اسیا څخه جنوبې اسیا ته د تجارتي پوتانشیل په لیږدولو کې مهم رول تر سره کړي. منځنۍ اسیا د نفتو، ګازو، وسپنې، مسو، سرو او سپینو زرو، سربو، یورانیمو، المونیمو او ګرانبیه ډبرو د لرلو له کبله بډایه سیمه ده. منځنۍ اسیا د نفتو د سرشارې او بډایه سیمې په حیث غواړي چې خپل انرژیکي توکي سویلي اسیا ته انتقال کړي چې یوازینۍ لاره یې افغانستان دی. په لنډه توګه ویلی شو، افغانستان له سوداګریز پلوه غوره ستراتیژیک موقعیت لري، چې پیاوړي مدیریت لرونکي هېوادونه ګډې همکارۍ ته رابللای او د پانګونې په برخه کې ستر عاید لاسته راوړلای شي.

اړوند خبرونه