ډېر لوستل شوي

د خپل بام واورې د بل پر بام اچولو ناکام کوښښ، افغان ملت د یرغلګرو پرځولو اوږد تاریخ لري

افغان حکومت هیله درلوده چې د پاکستان د نوي ملکي حکومت په راتللو سره به یاد هیواد له کابل سره اړیکې بیاورغوي او شته واټن به نږدې صفر شي؛ خو د تمې خلاف دوشنبه سهار وخته د پاکستان جاسوسې او جنګي جیټ الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوتې او په خوست و پکتیکا کې یې ړندې بمبارۍ وکړې. د شمېرو له مخې په دغو بریدونو کې اته تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان شول چې ډېری یې مېرمنې او کوچنیان وو. بل پلو، پاکستانی حکومت مدعي و چې دوی په پکتیکا او خوست کې خپل مخالفین په نښه کړي او د حکومت د مخالفې ډلې یو قومندان عبدالله شاه یې ویشتی دی؛ مګر همدغه عبدالله شاه پر خواله رسنیو راڅرګندېږي، ځان روغ رمټ ښیي او وایي چې دی په بلوچستان کې دی.

ښایي دوی به داسې انګېرلې وه چې افغان حکومت به ددغو بریدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي، خو داسې نه و. افغان حکومت د یوې رسمي اعلامیې له مخې دغه برید پر افغان خاوره او حریم ښکاره تېری وباله او د پاکستان له ولس او نوي رامنځته شوي حکومت یې وغوښتل چې خپله بېباکه جنرالان کابو کړي. بله خوا پر افغان خاوره تر تېري وروسته ملي دفاع وزیر په لومړي ځل نظامي یونیفورم کې راڅرګند شو.

ملي دفاع وزارت د مولوي محمدیعقوب مجاهد له انځور سره یوځای په خپل اېکس لیکلي و چې د هیواد دفاعي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي او د هر تېري کوونکي برید ته به ځواب ووایي.

دغه وزارت ویلي و چې امنیتي ځواکونه په هر حالت کې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه کوي او هر ډول سرښندنې ته چمتو دي. ورته مهال امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د پاکستاني لوري څو پوستې په نښه کړي چې د پاکستانیو رسنیو له قراره د یوه جګپوړي نظامي قومندان په شمول یې څو تنه مړه او ټپیان دي.

بل خوا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو  له تېري سره سم په کابل د دې هیواد شارژدافیر احضار کړ او احتجاجلیک یې هم ورته وسپاره. مانا د پاکستان تېری د توقع هم لوړ ځواب شو او ښايي تر ډېره به ورته درس وي.

دوی فکر کړی و، چې افغانستان به د تېر په څېر پر دغو بریدونو چوپه خوله پاتې شي، خو له دې خبر نه و چې اوس افغانستان د کوم اشغالګر او ګوډاګي واکمن په لاس کې نه دی؛ بلکې واقعي افغانان پرې حاکم دي او کابو ۵۰ هیوادونه یې په شا تمبولي.

یو شمېر افغان نظامي شنونکو پاکستاني پوځیانو ته سپارښتنه کړې چې د افغانانو تېر ولولي. د افغان انسان په فطرت کې پر نورو تېری او یرغل نشته، خو که کله هم پردي یرغلګر ددغه هیواد ذره خاورې او یو وچ بوټي ته هم په بده کتلي، بیا یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي. ددغه هیواد سرسپارلو شازلمو په تش لاس او پاخه ایمان هر ډول یرغلګر ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

دوی دې پوه شي چې پر بل هیواد تېری او هوایي او ځمکني حریم ته یې نه درناوی کله کله بریدګر هیواد ته په لوړ بیه تمامیږي. حتا په نړیوالو سرحدي کرښو کې د بل هیواد پر پوله د څراغ رڼا هم تېری بلل کیږي. د ګاونډیتوب  دا اصول نه دي او نه هم په دغه شان چا ګاونډیتوب پاللی دی. که دوی انګېرلي وي چې ګوندې په دغه فشارونو او هلته او دلته په ټک و ټوک به پر افغان حکومت فشار وارد کړي، بې ځایه خوب و خیال دی. که د پاکستان په زړه کې څه وي ښه ده چې د تفاهم او خبرو له لارې رامخې ته شي که خبره نظامي برخورد او تقابل ته ځي، بیا خو افغانان دا ورځ له خدایه غواړي.

اړوند خبرونه